Pacha Khan Zwak

Pacha Khan Zwak

Share

Islamic and religious posts

17/02/2026

🌿 نبوي فرمان :

روايت ابو هريره ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ بارَكَ اللهُ لَكَ، وبارَكَ عليكَ ، وجمَعَ بينَكُما في خَير }
ترجمه : الله دې تا ته برکت درکړي ، او پر تا دې برکت واچوي ، او تاسې دواړه دې په خیر سره یو ځای کړي !
سنن الترمذي : 1091
* دا دعا نبي ﷺ د واده په وخت کې د مبارکئ د لپاره ښوولې ده ، او نن هم تر ټولو غوره اسلامي مبارکي بلل کېږي !

03/02/2026

❣️ نبوي فرمان :

روايت اسامه بن زيد ( رض ) :
عن أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ رضي الله عنهما قال : قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، لِمَ أَرَاكَ تَصُومُ يَوْمَ الاِثْنَيْنِ وَالْخَمِيسِ ؟ فَقَالَ: تُعْرَضُ الأَعْمَالُ يَوْمَ الاِثْنَيْنِ وَالْخَمِيسِ ، فَأُحِبُّ أَنْ يُعْرَضَ عَمَلِي وَأَنَا صَائِمٌ !
🍀ترجمه : حضرت اسامه بن زيد رضي الله عنهما وايي : ما وويل : اې د الله رسوله ! ولې ته د دوشنبې او پنجشنبې ورځي روژې نيسې نبي ﷺ وفرمايل : د بندګانو اعمال د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ الله تعالی ته وړاندې کېږي ، نو زه دا خوښوم چې زما عمل هغه وخت وړاندې شي چې زه روژه يم !
سنن الترمذي: حديث نمبر 747
مسند امام احمد : 8343
سنن النسائي : 2358/2360

01/02/2026

🌹 نبوي فرمان :

روايت عبد الله بن عمر ( رض ) :
رسول الله الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ مَنْ رَمَى مُؤْمِنًا بِكُفْرٍ فَهُوَ كَقَتْلِهِ }
ترجمه : چا چې پر یو مؤمن د کفر تور ولګاوه ، نو دا داسې ده لکه هغه یې چې وژلی وي !
صحیح البخاري: 6104

🌹 نبوي فرمان :

روايت ابو هريره ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ: دَمُهُ ، وَمَالُهُ ، وَعِرْضُهُ }
ترجمه : د هر مسلمان لپاره پر بل مسلمان دا ټول حرام دي : د هغه وینه ، مال او عزت ( ناموس ) .
صحیح مسلم : 2564

28/01/2026

رسول الله ﷺ وفرمايل:
«مَن قُتِلَ لَهُ قَتِيلٌ، فَهُوَ بِخَيْرِ النَّظَرَيْنِ: إِمَّا يُدِي، وَإِمَّا يُقَادُ.»
(صحيح البخاري، حديث ۴۵۵۷)
ژباړه:
چې د چا خپل څوک ووژل شي، د هغه وارث دوه اختيارونه لري: يا دې ديت واخلي، او يا دې قصاص (قاتل ته د وژل کېدو سزا) وکړي.

رسول الله ﷺ وفرمايل:
«لا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ إلّا بإحدى ثلاثٍ… والنفس بالنفس.»
(صحيح البخاري، حديث ۶۸۷۸؛ صحيح مسلم، حديث ۱۶۷۶)
ژباړه:
د مسلمان وينه هېڅ روا نه ده، مګر په درې حالاتو کې… له هغو يو هم دا دی چې څوک بل څوک قصداً ووژني، نو د هغه په بدل کې دی (قصاص) و وژل شي.

الله تعالی فرمايي:
﴿وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ﴾
(سورة البقرة، ۱۷۹)
ژباړه:
په قصاص کې ستاسو لپاره ژوند دی، ای د عقل خاوندانو!
يعنې که قاتل قصاص شي، نور خلک د قتل څخه ډارېږي او ټولنه خوندي کېږي.

25/01/2026

نبوي فرمان :

روايت انس بن مالک ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ لا يَسْتَقِيمُ إِيمَانُ عَبْدٍ حَتَّى يَسْتَقِيمَ قَلْبُهُ، وَلَا يَسْتَقِيمُ قَلْبُهُ حَتَّى يَسْتَقِيمَ لِسَانُهُ }
ترجمه : د بنده ايمان نه سمېږي تر څو يې زړه سم نه شي ، او زړه يې نه سمېږي تر څو يې ژبه سمه نه شي . يعنې د انسان ظاهري وينا ( ژبه ) د هغه د باطن ( زړه ) ريښتينی انځورګره او ترجمانه ده !
مسند امام احمد : 12819 +13048
صحيح الترغيب : 2554

21/01/2026

نبوي فرمان : 🌿

روايت عثمان بن ابي العاص ( رض )
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ أَبِي الْعَاصِ رضي الله عنه قَالَ : شَكَوْتُ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ ﷺ وَجَعًا أَجِدُهُ فِي جَسَدِي، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ ﷺ : ضَعْ يَدَكَ عَلَى الَّذِي تَأْلَمُ مِنْ جَسَدِكَ، وَقُلْ : بِسْمِ اللَّهِ ثَلَاثًا ، وَقُلْ سَبْعَ مَرَّاتٍ : أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللَّهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ !
ترجمه : عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه وايي : ما رسول الله ﷺ ته خپل د بدن درد شکايت وکړ . نو رسول الله ﷺ وفرمايل : هغه ځای باندې لاس کېږده چې درد کوي ، درې ځله ووايه : بسم الله ، بيا اوه ځله ووايه : زه د الله په عزت او قدرت پناه وړم د هغه شر څخه چې زه يې احساسوم او له هغه څخه چې وېرېږم !
امام مسلم : 2202

17/01/2026

🌿 نبوي فرمان :

روايت ابو مسعود عقبه بن عمرو انصاري ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ يَؤُمُّ الْقَوْمَ أَقْرَؤُهُمْ لِكِتَابِ اللَّهِ }
ترجمه : قوم ته دې هغه کس امامت کوي چې د الله پاک په کتاب ( قرآن ) تر ټولو زيات پوه او ښه لوستونکی وي !
امام مسلم : 673

🌿 نبوي فرمان :

روايت ابو مسعود انصاري ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ فَإِنْ كَانُوا فِي الْقِرَاءَةِ سَوَاءً فَأَعْلَمُهُمْ بِالسُّنَّةِ }
ترجمه : که د قرآن په لوست کې برابر وي ، نو هغه څوک دې امام شي چې د سنتو زيات علم ولري !
امام مسلم : 673
🌿 نبوي فرمان :

روايت ابو مسعود انصاري ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ فَإِنْ كَانُوا فِي السُّنَّةِ سَوَاءً فَأَقْدَمُهُمْ هِجْرَةً }
ترجمه : که په سنتو کې هم برابر وي، نو هغه دې امام شي چې د دين په لار کې مخکې وي !
امام مسلم : 673

🌿 نبوي فرمان :

روايت ابو مسعود انصاري ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ فَإِنْ كَانُوا فِي الْهِجْرَةِ سَوَاءً فَأَكْبَرُهُمْ سِنًّا }
ترجمه : که په هجرت کې هم برابر وي ، نو تر ټولو مشر سړي دې امام شي !
امام مسلم : 673

🌿 نبوي فرمان :

روايت عبدالله بن عمرو ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
{ لَا يَقْبَلُ اللَّهُ صَلَاةَ عَبْدٍ إِذَا أَمَّ قَوْمًا وَهُمْ لَهُ كَارِهُونَ }
( ضعيف ، خو معنا يې د نورو صحيح رواياتو ملاتړ لري )
ترجمه : الله تعالي د هغه چا لمونځ نه قبلوي چي خلکؤ ته امامت کوي خو خلک تري ناراضه وي !
امام ابن مآجه : 990

16/01/2026

نبوي فرمان :💐

روايت انس بن مالک رض :
{ لا يَشْرَبَنَّ أَحَدُكُمْ قَائِمًا }
ترجمه : ستاسو له منځه دې هېڅوک په ولاړه اوبه نه څښي !
صحيح مسلم : 2024
نوټ : له دې حديثه ښکاري چې نبي ﷺ عموماً په ولاړ اوبه څښل نه خوښول ، او علماوو دا مکروه تنزيهي بللی دی ( يعنې ناسته غوره ) د ولاړ اوبه څښلو جواز لري په عمل سره !

نبوي فرمان :💐

راوي عبد الله ابن عباس ( رض ) :
{ شَرِبَ رَسُولُ اللهِ ﷺ قَائِمًا }
ترجمه : رسول الله ﷺ په ولاړه اوبه وڅښلې !
صحيح بخاري: 5615
صحيح مسلم: 2027
نوټ : دا حديث ښايي چې ولاړه اوبه څښل حرام نه دي ! ځکه نبي ﷺ پخپله هم داسې کړي دي . په ولاړ اوبه څښل جائز دي ، خو بې له ضرورته پرې دوام کول مناسب نه دي !

07/01/2026

❣️ نبوي فرمان :

روايت العرباض بن ساريه ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
قد تركتكم على البيضاء ليلها كنهارها ، لا يزيغ عنها بعدي إلا هالك !
ترجمه : ما تاسو په داسې روښانه ( سپين ) دين پرېښودلئ چې شپه يې د ورځې په شان ده ، له ما وروسته به ترې يواځې هلاک شوی کس اوړي !
سنن ابن ماجه : 43
مسند احمد : 17182

06/01/2026

🌿 نبوي فرمان :

روايت ثعبان ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
عن ثوبان رضي الله عنه قال:قال رسولُ الله ﷺ :
لَيَأْتِيَنَّ أَقْوَامٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِحَسَنَاتٍ أَمْثَالِ جِبَالِ تِهَامَةَ بِيضًا، فَيَجْعَلُهَا اللَّهُ هَبَاءً مَنْثُورًا ! قال ثوبان : يا رسولَ الله، صِفْهُم لنا، جَلِّهِم لنا، أن لا نكونَ منهم ونحن لا نعلم .
قال ﷺ : أمَا إنَّهُم إخوانُكُم ، ومِن جِلْدَتِكُم، ويَأْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ كَمَا تَأْخُذُونَ ، ولكنَّهُم أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْا بِمَحَارِمِ اللَّهِ انْتَهَكُوهَا !
ترجمه : حضرت ثوبان رضي الله عنه وايي چې رسول الله (ص) وفرمايل : د قيامت په ورځ به داسې خلک راشي چې د دوی نېک عملونه به د ( تهامې ) د غرونو په شان ډېر او سپين وي ، خو الله تعالی به هغه ټول د خورې شوې دوړې ( بې‌ارزښته ) په شان کړي . حضرت ثوبان رضي الله عنه وويل : يا رسول الله (ص) دوی موږ ته وپېژنئ ، موږ ته يې نښې بيان کړئ ، هسې نه چې موږ هم له دوی څخه شو او خبر نه يو . رسول الله (ص) وفرمايل : هغوی به ستاسو وروڼه وي ، ستاسو له قومه به وي ، د شپې به عبادت هم کوي لکه څنګه چې تاسې کوئ ، خو ستونزه يې دا ده چې کله يواځې شي او د الله پاک له حرامو سره مخ شي ، نو بې له وېرې يې تر پښو لاندې کوي !
سنن ابن ماجه : 4245

05/01/2026

🌹نبوي فرمان :

روايت عبد الله بن عمر ( رض ) :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
د مسلمان ناحقه وژنه د کعبې له ویجاړولو هم لویه ګناه ده !
{ لزوالُ الدُّنيا أهونُ على اللهِ من قَتلِ رجلٍ مسلمٍ }!
ترجمه : د دنیا ورانېدل الله ته د یو مسلمان د ناحقه قتل څخه آسانه دي ( یعنې قتل تر دې ډېره لویه ګناه ده . امام النسايي : 3987

05/01/2026

نبوي فرمان :

روايت عبدالله ابن مسعود ( رض ) :
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ : التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ كَمَنْ لَا ذَنْبَ لَهُ !
رسول الله ( ص ) وفرمایل : له ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه هېڅ ګناه یې چې نه وي کړې !
سنن ابن ماجه : 4250

دوستانو! زموږ پانه درسره فالو کړئ چې له شته پاڼې د جناب محمد صلی الله علیه وسلم د خولې خوږې خبرې او وغیره دیني نشرات وړاندې کوم.🌷❤️👍

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul Afghanistan #PD 8
Kabul
1001