Pashto Sports

Pashto Sports

Share

ورزشي نړۍ! زموږ سره تعقب کئ.⚽

07/18/2026

یو بام دوې هواوي، کندهار فوټبال فدراسیون ویده دی؛

تېره ورځ د کندهار په باغ عمومي کي د نیټرو انرژۍ په مالي لګښت د اې لوبډلو ترمنځ د جوړي سوي ټورنمینټ اتلولي د بولدک السادات عظیمي لوبډلي وګټل.

د کندهار فوټبال فدراسیون د یاد ټورنمینټ د پایته رسېدو اړوند تر دې دمه خپل په رسمي فېسبوک پاڼه هیڅ هم نه دی لیکلی دی، لکه دوی چي خبر نه وي او یا هم دا ټورنمینټ د دوی بې مشورې سوی وي؟ نپوهېږم چي د دوی دنده څه ده، چي ستا د ریاست وڅنګ دومره ستري سیالۍ کېږي چي د ولایت سرغنه ټولي لوبډلي پکښي لوبېږي او ته یې په اړه چپ او بې تفاوت پاته یې ـ هیڅ هم نه لیکې دا جالب تصادف دی.

موږ بار، بار ویلي دي چي د کندهار فوټبال فدراسیون صرف په نوم چلېږي، د فوټبال د ودي پرځای د فوټبال فلج ته یې کار ویلی دی. د ځوانانو د تشویق پر ځای یې د هغوی رټلو او مایوسه کولو ته کار ویلی دی. د ټول ولایت په فوټبال باندي کنټرول نه لري، هر لوبغالی والا پوه سه خپل یې کار او خپل یې اصول پوه سه، دوی حتی پوښتنه او نظارت هم نه سي ځیني کولای، هغوی ورسره موازي فدراسیونونه دي.

په کندهار کي د فوټبال لوبغاړي تر ډېره فوتسال لوبي هم کوي، چي د غلطو پالیسیو په خاطر زیاته برخه ځوانان یې سخت ژوبل سوي دي، چي تر ډېره یې د فوټبال د مخکي تګ مخه هم ډب کړېده، د جمنازیمونو ډېری مسؤلین د پالیسیو او قوانینو د نشت له امله د فوتسال د ودي پرځای خپل تجارت او پیسو ګټلو ته فکر کوي، ډېری ځوانان یې مسلسل شکایتونه راته استوي، حل څوک نسته چي ستونزي یې بنیادي ور حل کړي.

د فوټبال د مینه والو تمه داوه چي د کندهار اوسنی تش په نوم د فوټبال فدراسیون مسؤل به اصلاحات راولي مګر بد بختانه هغه هم د هغه نورو مخکنیو ازمایل سوي کسانو په لار قدم ږدي، په دوی کي دومره ظرفیت نسته چي خپل د فېسبوک لپاه حتی یو پوسټ ولیکي، ډېری پوسټونه او خبرتیاوي یې د اې ای په مرسته باندي جوړوي سوي وي. (زه یې یوه نمونه په کمینټ کي ږدم) نو دغسي کسان د ټول ولایت فوټبال څنګه کنټرول او منظم کي؟ ناممکنه ده.

زه چي دغه پوسټ لیکم د افغانستان پر وخت د شپې (۱۲:۳۰ بجې) دي، ورځ تېره سوه، مکر د کندهار فوټبال فدراسیون پر فېسبوکپاڼه د پروني ټورنمینټ اړوند لاهم هیڅ هم نه دي لیکل سوي، یواځي ددې پوسټ لیکلو څخه تقریبأ دوه ساعته مخکي یې د اې لوبډلو د بل نوي تورنمینټ د پیلېدو خبر لیکلی دی.

07/18/2026

لیونل سکالوني، د اسپانیا سره تر فاینل مخکي:

ـ میسي راته وویل؛ ته د ارجنټاین فوټبال د تاریخ لویه برخه یې، مګر هغه څوک چي په رښتیا سره تاریخ جوړونکی دی هغه خپله میسي دی، دغسي خبري اورېدل زما لپاره ستر ویاړ دی.

ـ زه نه پوهېږم چي دا به د میسي وروستۍ لوبه وي که یا؟‍ اصلأ دغه سوال باید خپله د میسي څخه وپوښتئ، میسي تل خلګ خپل په کړنو حیرانوي.

د لامین یامال کنټرول ـ قید کول؟
ـ کاش چي کېدلای او امکان یې وای هغه مي سبا په یوه اطاق کي بندي کوئ، نوموړی د میسي په څېر دی کنټرولول ستونزمن او سخت دي.

ـ لامین یامال، د غوره استعداد لرونکی ـ لوبغاړی دی، دغه هلک د فوټبال لپاره خزانه ده، چي په کم عمر یې د فوټبال لپاره ډېر څه کړي او کوي یې.

07/18/2026

دفرانسې فوټبال ملي لوبډله خپل په تاریخ کي دڅلرم ځل لپاره دنړۍ وال جام د درجه بندۍ درېیم مقام لپاره لوبه کوي، په تېرو درو لوبو کې دوې ګټلي او یوه یې بیا بایللې ده.

نن د انګلستان په وړاندي لوبېږي، څوک به ګټونکی سي نظرونه مو شریک کئ؟

07/18/2026

دلافوئنټه، د ارجنټاین سره تر فاینل لوبي مخکي:

یامال او میسي؟
ـ میسي ډېر ځانګړی او بې مثاله لوبغاړی دی، هغه ډېرو لوبغاړو ته یو الهام او الګو دی. مګر یامال باید یامال اوسي موږ د هغه ملاتړ او مرسته کوو تر څو هغه یامال اوسي کوم چي موږ یې پېژنو.

د میسي کنټرولول؟
ـ هغه وخت چي زه د سیویا کلب د ځوانانو لوبډلي روزونکی وم، میسي مي د لومړي ځل لپاره ولیدئ، په هغه وخت کي ډېر ځوان ؤ. دلوبي په پیل کي مو لوبغاړي په لوبغاړي کنټرول ـ قید کړی ؤ، چي تر ۷۰ مي دقیقې مو لوبه ۰\۰ مساوي وه، وروسته مي هغه لوبغاړی چي میسي یې کنټرول کړی ؤ چینج کړ. نومومړي یواځي څو دقیقې وروسته څلور ګولونه ولګول او ماته یې راکړه.

07/18/2026

پرتګالی بریدګر لوبغاړی فرانسیسکو ټرینکایو د سپورټینګ څخه جلا او د ۴۰ میلیون یورو په بدل کي د سعودي د الاهلي لوبډلي سره یوځای سو.

ـ د الاهلي سره یې د قرارداد موده څلور کاله ده.

فرانسیسکو ټرینکایو د ۲۶ کالو دی، د سپورټینګ سره یې په ۲۰۸ لوبو کي ۴۷ ګولونه لګولي دي او ۴۴ د ګول پاسونه یې کړي دي.

07/18/2026

د امریکا په نیوجرسي کي نن هوا دېره طوفاني وه، د اسپانیا ملي لوبډلي په همدې خاطر تمرینات ونه کړه. خو بلخوا بیا د ارجنټاین ملي لوبډلي ددې هرڅه سره ـ سره بیا هم خپل تمرینات وکړه.

07/18/2026

بارسلونا په درو اړخیزو دوستانه سیالیو کي ګډون کوي، دغه سیالۍ د اګسټ په ۸ مه، په ایټالیا کي کېږي، د بارسلونا په شمول اودینزه او ناټینګهام کلبونه ګډون پکښي کوي.

Photos from Pashto Sports's post 07/18/2026

حاجي کریم بنزیما:😍

Photos from Pashto Sports's post 07/18/2026

نوي فصل ته د چمتوالي په خاطر د کلبونو دوستانه لوبي پیل سوې:

د نن ورځي په لوبو کي ورکسهام ۱\۰ منچسټر یونایټډ ته او بورسیا دورتموند بیا ۳\۱ اوبرهاوزن ته ماته ورکړه. یوونټوس بیا د بازل سره ۰\۰ مساوي کړه.

07/18/2026

ډیبو مارټینز، د اسپانیا سره تر لوبي مخکي:

تر فاینل پوري ستاسو مسیر اسانه ؤ؟
داسي اټکل کېده چي په ۱\۴م پړاو کي به د پرتګال سره مخ سو. کلمبیا بیا پر پرتګال باندي لوبه وکړه. د کلمبیا څخه بیا سویس او د سویس څخه بیا موږ وګټل، دوی اوټ سوه او موږ تر فاینل پوري ورسېدو.

ـ هغه کارونه چي موږ یې ترسره کوو تاریخي او افسانوي دي، ځیني وختونه چي خپلو لاسته راوړنو ته فکر وکم، ژړا راسي وژاړم.

ـ خلګ باید موږ هم د نورو ارجنټاینیانو په څېر وپېژني چي زحمت کښه خلګ یو او په ډېره اسانۍ سره نه تسلیمېږو.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in New York?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address

New York, NY