Skip to content
Salons10
ګلان

ګلان

Swabi, Khalil Health/Beauty

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ګلان, Health/Beauty, Swabi, Khalil.

31/10/2026

مولانا خان زېب د پښتونخوا اتل ـ ـ ليک طلا شباب ـ

اه څۀ شوې هډي مُلا ؟
اه د بابړې مُلا چرته یې ؟
زما پېونده مُلا ؟
زما مستور مُلا ؟
سرتور فقيره ؟
سنډاکي ملا ؟
حاجي ترونګزۍ ؟
زۀ وس ستاسو مادي جوثې پۀ خپلو مادي سترګو نۀ وینم
نن ستاسو پۀ پښتنه خاؤره یرغل دے
اه مولانا محفي !
د پښتونستان باني شاعره ستا هغه قامي ترانې ؟
اه د اجمل بابا د څڼې د اوربَل یاره
تور لالیه !
موده وشوه نۀ ښکارې ؟
وګوره ! ستا د یار د قبر خزې د وخت ترهه ګرو پۀ بمونو الوځولې دي
وګوره ! وس د اجمل بابا پۀ مزار کښې نۀ منجور شته
او نۀ مشکي
د اکوړې پۀ مېره کښې تندغرې شها پۀ توردلي پسې اوتره اوتره ګرځي
او سپي ترې رېمنې ریښانګې راکاږي
وګوره ! د باجوړ هره مامونۍ پۀ وینو سره ده ـ
وګوره ! د فرخت پۀ ګلونو بارود را وریږي ـ
وګوره! وس د فرخت ګلونه نۀ د ځلمیتوب پۀ کاکل کښې شته
او نۀ د پېغلتوب پۀ سپورو څڼو کښې
وګوره ! د باجوړ پړونے تار تار دے
وګوره ! د باجوړ دستار د تورمخي توره بان پۀ پښو کښې ریښې ریښې پروت دے
وګوره ! د باجوړ پۀ خزانو ښاماران مینجله پراتۀ دي ـ
وګوره ! د باجوړ بچي پۀ دې جنتي سیمه کښې دوزخیان نۀ دي ؟
وګوره ! وس نۀ دې سیمې ته د کوه قاف ښاپېرۍ راځي
او نۀ د چین ماچین ښاپېرۍ ـ
وګوره ! د امن د ښاپېرۍ مخ ټول نوکارې نوکارې دے
وګوره ! هغه باجوړ چې یوناني سکندر نۀ وۀ تسلیم کړے
وګوره ! زما د باجوړ پۀ سیمه د تیرو د ځامنو راج دے
وګوره ! ښۀ کاواکه ګرځي
وګوره ! زما حجره زما جومات زما ښادي زما جنازه زما هدیره
زما کور او ګور زما بازار زما پۀ وینو سرۀ دي
زما دا پښتنه وینه ولې دومره ارزانه ده ؟
د لاهور مېخانه
د لاهور کلبونه
د لاهور هیرا منډي خو سل پۀ سل محفوظ دي
دا ولې ؟
پۀ دې سوال د دې ریاست
جي اېچ کیؤ
اسلام اباد
لاهور
ولې بد ګڼي ؟
د ریاست پۀ نصاب کښې زما د اتلانو ذکر ولې ړیشته ؟
د رنجیت سنګ مجسمه خو ئې زما د باګرام پۀ زړۀ کښې ودرولې ده ؟
هاهاهاها
تاسو خو ټولو وخندل ؟
هو !
دا ځکه چې تۀ شمکور یې
وګوره تۀ مولانا خانزېب نۀ وینې ؟
نر مُلا
د دې خاؤرې حلالي بچے
د دې خاؤرې اتل
د دې خاؤرې ویاړ
د دې خاؤرې فخر
د دې خاؤرې غازي مُلا
د دې خاؤرې ترقي خوښ قام پاله مُلا
کوم چې نۀ تنګ نظره دے او نۀ انتها پسند
هغه پۀ خپله خاوره مئین
هغه پۀ خپله ژبه مئین
هغه پۀ خپل کلتور مئین
هغه خپل تاریخ مئین
هغه پۀ خپلو اتلانو مئین
هغه پۀ خپل مظلوم اولس مئین
هغه قلمکار دے
پاڅئ !
مرسته ئې وکړئ
ملا تړ ئې وکړئ
ځکه چې پۀ مولانا خان زېب کښې خو صرف زمونږه نه د حاجی تورنګزو میروس بابا
پیر روښان خوشحال خان سرتور فقیر فقیر اېپي او د باچاخان پۀ رنګ کښې رنګ دے
د شیشم باغ د زیارت منجور ـ
دا د اړو او د شف او د چف مُلا نۀ دے
خان زېب مُلا زنده با د

29/10/2026

له کبره له کينې له غرور ډکه ټهېکداره!
ته ناست يې په کرسئ او زه په زمکه ټهېکداره!

مونږ ټوله ورځ دا کاڼي ټکوو په سرک ناست يو
زمونږه خو روزې ده له سټکه ټهېکداره!

ما دلته چرته لنډ په پېښور کښې په روزګار کړه
زه مرمه چې زه آؤړم له اټکه ټهېکداره!

که مونږ سره دا خلق يارانه جوړول غواړي
نو مونږ باندې دې ملا اوتړي کلکه ټهېکداره!

پولئ پولئ لاسونه پټوم هغې بې بې نه
چې ماباندې ليد؎ نه شي ګرمکه ټهېکداره!

نو مونږه خو په ګل هم چې څوک ولي نو خوږېږو
زمونږه خو نفرت د؎ له ټوپکه ټهېکداره!

اختر له خو به ځم خو په خالي جېبونو نه ځم
زما نه به جوړه غواړي خورکه ټهېکداره!

دې خلقو ته پېسه ښکاري سبب د مرامونو
دې خلقو پرې ايمان راوړ؎ ځکه ټهېکداره!

اقبال کښې نورې ټولې نشانې د ازمرو دي
يرېږي له دې توره تربوزکه ټهېکداره!

اقبال مومند

28/10/2026

دا ښار هسې په نوم د انسانانو دے لاليه
ځنګل دے پکښې راج د شرمخانو دے لاليه

تيارو ځپلي خلق دې زمونږ په خوا کښې کښېني
مونږ کړے انتظام د رڼاګانو دے لاليه

مونږ تل د پردو خلقو خوشحالو ته خوشحالېږو
دا يو خصلت زمونږه د ډمانو دے لاليه

مونږ چرته چې چراغ ليدلے ځان مو پرې سېزلے
زمونږه خو عادت د پتنګانو دے لاليه

د دې سړي په مينه کښې خوبونه حرام شوي
د دې سړي آرام په دوايانو دے لاليه

مونږ هسې زنده باد او مرده باد نعرې وهلې
وطن خو د وطن د بادارانو دے لاليه

طوفان مو د وختونو په شا ځکه تمبولے
چې سر باندې مو سيورے د يارانو دے لاليه

نه ښکاري او نه مخې له راځي چې سر په سر شو
يو جنګ دے راپه غاړه د پېريانو دے لاليه

غزل کښې د اقبال که د خالونو ذکر نشته
مضمون خو پکښې ستا د اداګانو دے لاليه

SHAHEED DSP iqbal momand sib rooh yi had pa gor yi nooor 💖😭😭

28/10/2026

نۀ ټُوک ډوډۍ پۀ لاس کې نۀ هَډُوکې راسَره وو
خو سپو راپَسې اوغَپَل پَنډُوکې راسَره وو

خفه زۀ په دې نه يمه چې بَد بَد دې کَنځَلَم
په دې مې ګيله کيږي چې وَړُوکې راسَره وو

چې تلَم مُسافَرۍ له نو وَړو پَسې خَفه ووم
بل خيال په ټوله لاره دَ مَلُوکې راسَره وو

نن بيا دَ خيټې غَم له مې دانې راټولَوَلې
بَرباد درَمَنز کې ناست وومه زَړُوکې راسَره وو

دا نه چې زۀ يَواځې مَخامَخ شومه جانان ته
سينه کې په درَزا زړۀ يَرَندُوکې راسَره وو

يَو وَخت وو چې پَټى ته به پرانَستې تڼۍ لاړَم
اُوږه باندې څادَر، لاس کې لَرُوکې راسَره وو

همزولو هغه ياد په "تورابى" وو که مو ياد شي
همزولو دَ کور خوا کې يَو ډَنډُوکې راسَره وو

ستا ياد شي عادِل جانه چې مَکتَب ته به رَوان وو
اکثَر به پۀ ټولګي کې يَو پَخُوکې راسَره وو

✒️: عادل جان يوسفزٸ ـ دوبيان،صوابٸ

28/10/2026

زۀ دَ رَقص په رَمُوز پوهه يَم، سپَرلي ته پۀ ګَډا شم
دَ اَرمان بالا خانه کې ، يَو سَړي ته په ګَډا شم

دَ عِشق زور چې غَلَبه شي خپَل حَواس چې کَله بائيلَم
په ماتَم ماتَم ماحول کې ، اسويلي ته په ګَډا شم

څوک مَيئَن په قَوالۍ دي څوک دَ هِند په موسيقئ دي
خو دا زۀ پُښتون فِطرَته ، لَوګَري ته په ګَډا شم

عَجَب نۀ ده ژوَند پَرَسته که تۀ ژوَند له خُدايه غواړې
عَجَب نۀ ده که زۀ پاڅَم اَو مَرګي ته په ګَډا شم

څۀ هَغۀ مُتَرَنّم شي او څۀ زۀ له خوده اُوځَم
زَړګې ما ته پۀ نَڅا شي ، زۀ زَړګي ته په ګَډا شم

دا احساس دَ ليوَنتوب دۍ که مستي ده عادل جانه
زۀ چې لاس په سر راکاږَم ليوَني ته په ګَډا شم

✒️:عادل جان يوسفزئ ،دوبيان، صوابۍ

27/10/2026

مونږ له د ژوند د کوم تصویر رنګ امېزي نه راځي
خو مسله دا د چې مونږ له انګرېزي نهٔ راځي
فضل سبحان افغاني

26/10/2026

ځان ته ښېرې کؤمه تاته دعا هم کؤمه
کهٔ ناروا کؤمه زهٔ ، نو روا هم کؤمه

زهٔ د حالاتو مخکښې لوړه حوصله هم ساتم
زهٔ چې یواځې شمه یاره ژړا هم کؤمه

ما کښې د ښکلیو د نازونو د وړو تاب هم نشته
خو د خوبانو د الفت تمنا هم کؤمه

زهٔ په خزان کښې د سپرلي رنګونه هم ټوکؤم
زهٔ په پاړژنو شونډو ګوره مسکا هم ګؤمه

زۀ لېونے د ځان سره د خلقو شتون هم غواړم
مدعې هم نهٔ وایم ، خبرې رښتیا هم کؤمه

د نن په ژوند باندې هم نهٔ یم باوري جواده!
عجیبه دا ده چې لا غم د سبا هم کؤمه

24/10/2026

د حالاتو په لوستلو کښې خراب شم
د جامونو په نوشلو کښې خراب شم

ما غمونه د پرادو په سر اغیستې
هسی نه چرته په خپلو کښی خراب شم

ستا د زلفو سودایی یمه زه داسی
د سپوږمئ په راختلو کښی خراب شم

نوی مینه دی که هر څو پټوومه
په سندرو او غزلو کښې خراب شم

غریوو می اونیسی الفاظ راسره نه وی
زه رقیب ته په کنځلو کښی خراب شم

زه په هر حزان کښې کلکه توبه اوکړم
ولې بيا په وخت د ګلو کښې خراب شم

زه خیبر خو خبر لوڅ د زمانی ووم
وشهوه تاته په وایلو کښې خراب شوم

خيبر افريدے

23/10/2026
23/10/2026

تاسو به کړے وي بلا انتظار ډزې کېدې
مونږه درتلے نه شو يارانو په لار ډزۍ کېدې

چا چې دکوم فنکار سندره آؤرېده ګاډي کښې
د هغه ګاډي نه په هغه فنکار ډزې کېدې

په دې سړي خو يې چې نوم د جنکو ايښے وے
په دې سړي هم چې پېدا شو نو يار ډزې کېدې

د ايمان نوره انتها د کمزورۍ څنګه وي ؟
ځوئ يې قاتل سره ولاړ وو په پلار ډزې کېدې

هغه سړے هم زما څنګ کښې په امان اوسېدو
د چا د خلې نه چې زما په کردار ډزې کېدې

بېګاه مې ځکه د کوټې نه بهر نه پرېښودې!
تانه قربان تانه لوګے تانه زار ډزې کېدې

دلته يې ما په رالېږلي قاصد سيوري کول
هلته زما د قافلې په سالار ډزې کېدې

اقباله ! چا هم خپله برخه ايمان نه تېروو
خلقو عکسونه اخستل چې په ښار ډزې کېدې

شهيد اقـــــــــــــــــــبال مومند صيب

Other Health/Beauty in Khalil

Show All
  • Saja N S I K سوق

    Saja N S I K سوق

    فلسطين, Khalil ‏P800-P839

    بيع جميع منتجات المنزل وسيارات وكل ما يلزم الشخص

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ګلان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Subscribe

We will notify you when anything happens in Khalil.