Abraham official

Abraham official

Share

Tech talk news vlog nature funny

03/13/2026
03/13/2026

دغه ځوان 5 کاله کیږی چې ورک شوی دی د درد نه ډک ویډیو دا شیر کی د ثواب په خاطر 👀😳💔 Rashid Khan

03/12/2026

د دغه ماشوم تلاوت وګوری پښیمان کیږی نه Rashid Khan

03/12/2026

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز څرګنده کړې چې «کاش بګرام له موږ سره وای». د شنونکو په اند، دغه څرګندونه د بګرام د ستراتژیک موقعیت درلودلو ته اشاره کوي.
شنونکي وایي، که بګرام لا اوس هم د امریکا په واک کې وای، اوس به د سیمې د جګړې مرکز افغانستان وای، ترڅنګ به د ایران توغندیو لاندې یو ځل بیا به کابل د دود او باروتو ننداره جوړه شوی وای، همدا رنګه د جنګ مدیریت او ستراتیژیک پلانونه به په دې اډه کې جوړېدل.

03/12/2026

د متحده ایالاتو حکومت د خپلو لګښتونو د سپما په موخه پرېکړه کړې چې په پېښور کې خپله قونسلګري دایمي وتړي. دغه اقدام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بودیجې کمښت او د لګښتونو مدیریت په چوکاټ کې ترسره شوی دی.

03/12/2026

په پېښور ښار کې د نامالومه وسله‌والو ډلو فعالیتونو د خلکو پام ځانته اړولی دی. دغه وسله‌وال په څو برخو کې خواره واره شوي او د سیمې کنټرول یې په لاس کې نیولی دی.
د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر خلک د پېښې لیدو لپاره راټول شوي، پوځیان د احتمالي مداخلې په تمه دي. پنجابی چارواکي هڅه کوي وضعیت کنټرول کړي، خو هڅې تر دا مهاله ناکامی شوي.

03/12/2026

کورنیو چارو وزارت د ځانګړو پولیسو ځواکونو په چوکاټ کې، نوې ډله نښان ويشتونکي د سختو مسلکي روزنو او تمرینونو وروسته فارغ شول.
مسؤولین وایي، دا روزنه د دوی مهارتونه په ډزو، هدف نیولو او د بېلابېلو امنیتي ماموریتونو په ترسره کولو کې لوړوي، څو د هیواد د امنیت ساتنې په چارو کې مؤثره ونډه ولري.

03/12/2026

د هسپانیې حکومت د ایران جګړې او په غزه کې د اسراییل پر اقداماتو اعتراض کې خپل سفیر له تل ابیب څخه بېرته راوغوښت.
لومړي وزیر پېدرو سانچېز مخکې د جګړې پر ضد د هسپانیې موقف څرګند کړی و، او اوس به تل ابیب کې د هسپانیې سفارت د شارژدافیر له لارې اداره کېږي.

03/12/2026

رویټرز د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایر.ان ښايي د هرمز تنګي کې ماین‌اېښودنه کړې وي.

د راپور له مخې، دا اقدام ښايي د دې تنګي بیا پرانېستل لا ستونزمن کړي. هرمز تنګی د نړۍ له مهمو لارو څخه دی چې د نفتو او مایع طبیعي ګاز د لېږد لپاره کارول کېږي.

راپور زیاتوي چې د ایر.ان د ساحلونو ترڅنګ له دې ستراتیژیکې لارې د نفتو او مایع طبیعي ګاز صادرات د هغې جګړې له امله درېدلي دي چې ۱۲ ورځې وړاندې د متحده ایالاتو او اسرا..،یل له لوري پیل شوې وه؛ هغه وضعیت چې په نړیواله کچه یې د انرژۍ بیې په څرګند ډول لوړې کړې دي.

03/12/2026

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي، امریکا به د تېلو د بیو د راټیټولو په موخه له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیونه بېلره تېل بازار ته عرضه کړي. دا اقدام د تېلو د نړیوالو بیو د کنټرول او د کورني اقتصاد د ملاتړ لپاره ترسره کېږي.

03/12/2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې له ایر.ان سره په جګـ.ړه کې ښکېل دی، ویلي چې نږدې سلاکارانو یې دی پر تهران بر.ید ته هڅولی دی.
ټرمپ د امریکا په فلوریډا ایالت کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې له ایر.ان سره وضعیت په چټکۍ سره هغه پړاو ته رسېدلی چې ده ورته د «بېرته نه راستنېدو ټکی» ویلي دي.

هغه دغه راز ویلي چې له مرکچي سټیو ویټکاف، خپل سلاکار جریډ کوشنر او د دفاع وزیر پیټ هیګسټ سره له مشورې وروسته قانع شوی چې ایر.ان پر متحده ایالاتو د بر.ید لپاره پر چمتووالي بوخت دی.

د ټرمپ تازه څرګندونو دا ګمانونه پیاوړي کړي چې هغه له اوسه هڅه کوي د جګـ.ړې د احتمالي زیانونو مسوولیت د نورو پر اوږو هم واچوي.

په ورته وخت کې، پر امریکا ولسمشر نیوکه کېږي چې د اسر.ايیل د ګټو په خاطر یې د امریکا کورنی امنیت او د دې هېواد د وګړو خوندیتوب له خطـ.ر سره مخ کړی دی.

03/11/2026

سپا.ه پا.سداران په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هرمز تنګی د دغه بنسټ «تر مدیریت» لاندې دی او «امریکايي تېري کوونکي او د هغوی شریکان» له دغې اوبلارې څخه د تېرېدو حق نه لري.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د سپا.ه ځواکونو دوه کښتۍ په نښـ.ه کړې دي.

د سپا.ه پا.سداران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند وايي، دا هېواد به اجازه ورنکړي چې حتځ یو لېټر تېل هم د امریکا، اسر.اییل او د هغوی د متحدانو په ګټه د هرمز له تنـ.ګي تېر شي.

هغه ویلي چې هر هغه بېړۍ چې پخپله یا یې د تېلو بار په امریکا، اسر.ايیل او د هغوی په شریکانو پورې اړه ولري، د ایر.ان د و.سله والو ځواکونو مشروع هدف دی.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in New York?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

USA
New York, NY
10009