Abdulrahman Momand

Abdulrahman Momand

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Abdulrahman Momand, Health/Beauty, Jalalabad.

14/11/2024

‏رسول الله ﷺ فرمايلي:
د قيامت په ورځ هېڅ شی د بنده د اعمالو په تله ڪې دومره درانه ندي؛ لڪه د هغه ښه اخلاق.
(ترمذي حدیث نمبر: ۲۰۰۳)‏
◆◆◆ـ
حلاله روزي

رسول الله ﷺ فرمایي:
څوك چې حلاله روزي خوري، په سنت عمل ڪوي او خلك یې له شر څخه په امن وي؛ جنت ته به داخل شي.
(الترمذي، الحاكم، الطبراني)‏

◆◆◆ـ
هغه ځوان چې په ځوانۍ ڪې د اللهﷻ عبادت ڪوي.
اللهﷻ به د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې ځای ورڪړي.
(صحيح البخاري: ۶۲۹)

◆◆◆ـ
حدیث مبارک؛
رسول الله ﷺ فرمایي:
ڪله چې یو ځوان انسان توبه ڪوي؛ نو له لوېدیځه تر ختیځه له هدیرو ان تر څلوېښت ورځو پورې عذاب لرې ڪيږي.
او هغه ﷺ زیاته ڪړه:
الله دې د هغه ڪس څېره روښانه ڪړي،
چې دا حدیث واوري او نورو ته یې هم ورسوي.
ابن ماجه‏

◆◆◆ـ
رسول اللهﷺ فرمايلي:
هغه دعاء چې د اذان او اقامة په منځ ڪې وشي نۀ رد ڪېږي،
نو یو ڪس پوښتنه وکړه چې یا رسول الله! څه ووایو؟ رسول اللهﷺ وويل، داسې ووایئ

(اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ)
(سنن ابو داؤد)‏
◆◆◆✒ـ

حضرت ابوسعید رض فرمایي
چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: چه جنت ڪښي به یو اواز ڪونڪی دا اواز ڪوي چي ای د جنت والو! تاسو به روغ او جوړ یئ، هیڅڪله به نه ناروغه ڪیږئ،
تاسو به همیشه ژوندي یئ، مرګ به درته نه راځي تل به ځوانان یئ، نه به هیڅکه بوډاګان ڪیږئ،‏

◆◆◆ـ
ډېر استغفار او پر نبيﷺ ډېر درود ویل، د هرې سختۍ څخه دې خلاصون ڪېلي ده.‏

◆◆◆ـ
نبي ڪريم ﷺ فرمايې
چا چي لس ځله قل هوالله احد(سورة اخلاص) تلاوت ڪړو په جنت ڪي به د هغه لپاره ڪور جوړېږي.
نو اوس سمدستي دغه ڪور د ځان لپاره جوړ ڪړه.
ترمذي ۶۴۷۲
منقول
Sadam Takal
Zahidullah Hamdard

14/11/2024

د دوه وروڼو جالبه کیسه!

دوه وروڼو د سیند غاړې ته نږدې خوږ او له مینې ډک ژوند کوو، یوه شپه یې لفظې شخړه وکړه، د شخړې پسې یې خبرې بندې کړې، خبرو پسې کینه نوره هم زیاته شوه، مشر ورور یې بازار ته لاړ یو ساختماني کاریګر یې راووغوښت ورته کړل یې، ورور سره مې لانجه کړې غواړم د سیند دې غاړې ته راپورې وځم او د ورور د کور مخ ته یو لوی دیوال لوړ کړم، چې له دې ځایه یې هم مخ ونه ګورم.

مشر ورور یې ساختماني کاریګر ته سامان راوست او ورته یې وویل، یوه اونۍ وروسته راځم باید دیوال دې جوړ کړی وي، ساختماني کارګر ورته وویل خامخا به جوړ وي، د حیرانتیا خبره؛ خو دا وه، چې یوه هفته وروسته د ساختماني شرکت کاریګر د دیوال پر ځای سیند باندې پل جوړ کړی و، کله چې مشر ورور راغی کشر ورور یې له هغې غاړې ورمنډه کړه ورغاړې وته، ورته کړل یې ته څومره ښه ورور یې ، ما وبښه، ما بد کړي، دواړه زیات خوشاله ول، د خوشالۍ جشن یې ونیو، کاریګر خپل سامان ټول کړ چې لاړ شي دواړو وروڼو په غبرګو اوازونو ورغږ کړ چې لږ صبر وکړه تا سره مو کار دی، کاریګر ورته وویل زه نور انتظار نه شم کولی ماته د نورو پلونو جوړول راتر غاړې دي.
- -
څومره ښه ده چي په ژوند کي د نفرت ددیوالو پرځای دغسی د ميني او محبت پلونه جوړ کرو، کرکي له منځه یوسو او اتحاد او اتفاق لپاره کار وکړو.....

Asfandyar Malakzai
جميل محبت

26/06/2024

ښه ژوند لاندی اصول غواړی
1/ ادخلوا في السلم كافة
ټول په اسلام کی داخل شه!
2/ ولا تعتدوا
ظلم او زیاتی مکوه!
3/ ولا تعثوا في الأرض مفسدين
مه کرځئ په زمکه کی فساد کونکی!
4/ ولا تلبسوا الحق بالباطل
حق د باطل سره مه ګډوډ کوئ!
5/ ولا تقف ما ليس لك به علم
بی له علمه خبری مکوه!
6/ ولا تمش في الأرض مرحا
په تکبر سره مه ګرځه!
7/ ولا تصعر خدك للناس
خلکو تندی مه ګونجی کوه!
8/ واخفض جناحك للمؤمنين
مؤمنانو سره نرمی کوه!
9/واغضض من صوتك
خپل اواز همیش ښکته ساته!
10/ وأقصد في مشيك
په مزل کولو کی میانه روی کوه!
11/ وأعرض عن الجاهلين
د جاهلانو خلکو مخ اړوه!
12/ خذ العفو وأمر بالمعروف
معافی کوه، امر په نیکئ کوه!
13/ إدفع بالتي هي أحسن
دفاع په ښایسته طریقی کوه!
14/ أدعو إلى سبيل ربك بالحكمة
دین ته خلک په حکمت سره بله!
15/ لا تبطلوا صدقاتكم بالمن والأذى
صدقه په ضرر او زباتنه مه بربادوه!
16/ ولا تأكلوا أموالكم بينكم بالباطل
پردی مال بی اذن د هغه مه خوره!
17/ ولا تنابزوا بالالقاب
غلط نومونه مسلمان ته مه اخله!
18/ لا يسخر قوم من قوم
یږ با قوم پسی ټوقی مکوئ!
19/ ولا يغتب بعضكم بعضا
ځینی د ځینو نورو غیبت مکوئ!
20/ ولا تجسسوا
د مؤمنانو

29/05/2024
10/05/2024

کله چې سیلاب راشی ماهيان ميږيان خوري، او کله چې اوبه وچې شي، ميږيان ماهیان خوری ژوند هر چا ته چانس ورکوی بس خپل نوبت ته انتظار وکړه.

06/04/2024

*باور وڪړئ.."*
*چې لـه ډيرو ښـو خلڪو مـو ډيرې.*
*بـدې تجرُبـې وليدلې!😌😪*

27/03/2024

خبرتيا!
هغه زده کوونکي چې دولتي کانکور ازموينې لپاره يې نوم لېکنه کړى او ورته منتظر دي نو د بټي کوټ ازمايښتي کانکور ازموینه به پام کې لري.
که غواړي چې د کانکور ازموینه کې په لاندې موضوعاتو باندې ځان پوه کړﺉ.
1-تعلیم او تحصیل اهمیت
2- د وسواسو کنټرول
3- دوخت ښه مدیریت
4- کانکوریک ټرینګونه
5- د پوهنځیو انتخاب
نو د بټي کوټ ازمايښتى کانکور ازموینه کې ګډون وګړئ
نوټ : د ممتازو زده کوونکو ته لومړى مقام څخه تر 10 مقامه پورى مختلفى جايزې ورکول کېږي. 🏆

موبايل شمارى :
0764066710
لومړى مقام :کمپيوټر 🖥
جميل محبت
Sadam Takal
مطيع الله جبارخيل
ﻃﺎﺭﻕ ﺷﺒﺎﺏ
قريب الله تنها

21/03/2024

دقیامت په ورځ ټول خلڪ وایې
نفسي! نفسي!
خو یوازې یو ڪس به وایې!
امتي!امتي😢
درود ❤حـضرت مُحَمَّد ﷺ❤

10/03/2024

د پاکستان مرکزي بانک:
د ۲۰۲۳م کال د جولای مياشتې څخه تر اوسه په پاکستان د قرضونو برخه کې ۴ زره ميليارده روپۍ زياتوالی راغلی او اوس مهال دغه هېواد ۶۴۸۴۲ ميليارده روپۍ پوروړی دی.

02/11/2023

*‏دوه ډوله اشخاص تر ټولو ضعيف دي؛*
*(۱):لومړي هغه اشخاص چې د خلکو په بريا خفه او په ناکامۍ ملنډې وهې.*
*(۲):دوهم هغه اشخاص چې د نورو په خوله باندې د يو شخص ښه والی او بدوالی تائيدوي يا قبلبوي*

11/10/2023

د قیامت په ورځ به خلک په ډار، ډار روان وي، څوک به د له شا له طرفه نوم واخلي، اې فلانیه!
ته چې شاته مخ را واړوې او یو نوراني او خندا رویه مخ وګورې، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به وي!
په خندا، خندا به درته وايي! شاته شاته مه ګوره! مخکې ځه! ډاریږه مه! مونږ ټول جنت ته روان یو، ځکه ته زما هغه امتي وې چې هیڅ دې لیدلی نه وم خو بیا دې پر ما ایمان راوړی و!

🌿📖کاپی مطالعه📖🌿
Abdulrahman Momand

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Jalalabad
777971655