RK Khan
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from RK Khan, Health/Beauty, Jalalabad.
08/08/2024
اړین وضاحت
متاسفانه دې وطن کې له هر شي په کاپي پیست رشخند جوړ شي
ددې ځوان په هکله به مو له مختلفو ادرسونو پوستونه لیدلي وي
او ټول داسې ښایې چې دا ځوان له هغوئ سره مخ شوی او هغوئ سره نږدې دی، اوس له خلکو اصلي کس ورک دی چې د چا په لاس مرسته شفافه ورسولی شي.
یوازینی کس دغه کس دی چې شمېره، نوم، او ادرس یې درکولی شي.
+93771582914
درنښت
16/12/2023
💝💝💝
09/01/2023
د فراغت په ویاړ🎓!
تر څو به پوهنتون وي دا درسونه کتابونه🌷
راځه چې نوره ختمه کړو کیسه تر فراغته💐
د لوی او مهربانه رب په سپیڅلې نامه:
د متعال رب شکر ادا کوم چې ماته يې دا توان راکړ چې بل اخره د اقتصاد پوهنځي د (BBA) په برخه کې څلور کلنه دوره په «الفلاح پوهنتون»کې ، د خپلې کورنۍ په ملاتړ ، خصوصاً د ګرانې مورجانې او پلار جان په دعاګانو د ورونو په ملاتړ او هڅونه او همدارنګه د ډېرو خپلوانو او خوږو دوستانو د تشويق په مرسته په برياليتوب سره پاى ته ورسوله.
دا فراغت د زده کړو د پاي په معنی ندی، بلکې يو بل ستر مسؤليت ته غاړه ايښودل دي چې هغه دټولنې او هيواد لپاره خدمت دي. الله پاک څخه غواړم چې ددې ستر مسولیت ترسره کولو کې بریالی اوسم.
زه خپله دا کاميابي په لومړي سر کې د خپلې قدرمنې کورنۍ، ورونو او همفکره ملګرو او بیا د خپلو ټولو ښوونکو او د الفلاح پوهنتون ادارې د هڅونو او زحمتونو پایله ګڼم.
نو په همدې اساس زه د خپل فراغت مبارکي خپلې درنې کورنۍ، ورونو او ټولو قدرمنو دوستانو، قدرمنو استادانو او د پوهنتون د رهبرۍ مقام ته ورکوم.
په پای کې د خپلو درنو دوستانو او ملګرو څخه ځانګړي مننه کوم چې مونږ سره یې د فراغت په غونډه کې ګډون وکړ او پخپل راتګ یې خوښي را وبخښله.💐
14/11/2022
غیږ دی ورو وروخالی کیږی له اولاده..
دچا بدو سترګو وخوړی هیواده....
26/09/2022
د سړي زړه بيخي درد وکړي!
نن خبر شوم، مالومات بېخي ډېر دقيق دي. که ځينې ستونزې نه ور پېښېدلای، ما د سرچينې ټول جزيات شريکول.
امريکا زمونږ د وطن د صفر يک، صفر دو او قطعه خاص له جملې له 4000 ډېر پوځيان د اوکراين جګړې ته د لوړ معاش په بدل کې استولي. د تاريخي پلوه ټولې نړۍ ته مالومه ده چې افغانان په ځمکنۍ جګړه کې ډېر پياوړي دي، روس چې په وروستيو اونيو کې د اوکراين په ځينو سيمو کې د کلک مقاومت سره مخ شو او حتا ځينې سيمې يې پرېښودې، فکر کوم همغو سيمو کې زمونږ د وطن پوځيان په جګړه کې ورسره مخ ول/دي. تېره ورځ چې اوکراين په زرګونو ټنه غنم هم د افغانستان سره مرسته وکړه، شايد غير مستقيم له همغه افغان پوځيانو د مننې په پار وي.
کاش فقر نه وای او منظمه رهبري مو په وطن کې لرلای، چې د وطن بچيو مو د وطن په دفاع کې سر اېښودلای.
30/07/2022
مونږ به څه یؤ، رنګ او روح به مو لا څه وي
دا ښکلا ټوله د دې درې رنګه بیرغ ده.🇦🇫❤️
دزمري (اسد) اومه
د ملي بیرغ ورځ مبارک شه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Jalalabad
17
