Farid Mohammadi
Lecturer
06/08/2025
۱۴۰۴ کال جدید الشمول محصلينو د نوم ليکنې خبرتيا !
۱۴۰۴/۵/۱۵ چهارشنبه
ننګرهار روغتيايي علومو انسټیټوټ ته د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموينې له لاری بريالی شويو محصلينو ته خبر ورکول کيږی چی نوم ليکنه یی د ۱۴۰۴/۵/۱۸ مه نيټه چی د شنبی ورځ سره برابره ده د سهار له ۸:۳۰ څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰ بجو پوري ترسره کیږې.
نوټ: د نوم ليکنې پر وخت لاندي اسناد اړين دي
۱: د کانکور ازموينې ID نمبر
۲: دوه قطی عکسونه
۳: د تذکری رنګه کاپی
په درنښت
18/11/2024
Upcoming Star....
سليزه💯
د کوچيان ټايګرز لوبډلې پياوړي توپ وهونکي "اعجاز احمد" د دوست لوبډلې په وړاندې په غازي امان الله خان لوبغالي د ننګرهار انټرکلب سياليو د دريم پړاو په دوهمه لوبه کې سليزه جوړه کړه👏
23/05/2024
د کارموندنې خبرتیا!
د دندې ځای: لغمان، مهترلام
د دندې عنوان؛
- علمي او تدریسي چارو مرستیال
- محصلانو چارو مرستیال
- اداري او مالي چارو مرستیال
- د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس
- د حقوقو او سیاسي علومو د ډېپارتمنټونو امرین
- د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تدریسي مدیر
- د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس
- د ښوونې او روزنې پوهنځي د ډېپارتمنتونو امرین
- د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي مدیر
- د ریاست د دفتر امر
- د استادانو چارو د سمون امر
- د علمي څېړنو امر
- بشري سرچینو امر
- د کتابتون امر
- د کیفیت لوړونې امر
- د مسلکي پرمختیا مرکز امر
- د فارغانو مدیر
- د محصلانو مدیر
- د نتایجو مدیر
- د معلوماتو مدیر
- کارموندنې او مشوره ورکونې مدیر
- د حفظ او مراقبت مدیر
- د حاضرۍ مدیر
- د آی ټي مدیر
- د تدارکاتو مدیر
- خزانه دار
- مالي مدیر
د ګمارنې شرایط: نوماند په لوړو زدهکړو بنسټونو کې د علمي کادري غړو د جذب لایحې او یا په لاندې شرایطو برابر وي.
۱- کم تر کمه د لیسانس په کچه سند ولري، دوکتور او ماسټر ته لومړیتوب ورکول کېږي؛
۲- له هېواد څخه بهر د زدهکړو په ترڅ کې د لوړو زدهکړو محترم وزارت تائیدي ولري؛
۳- د لیسانس په دوره کې لږ تر لږه (۷۵٪) نمرې ولري او په مختلفو مضمونو کې له دوه ځله زیات نه وي مشروط شوی؛
۴- د باصلاحیته محکمې لخوا په اخلاقي او جنايي جرمونو نه وي محکوم شوی؛
۵- د اکاډمیکو فعالیتونو لپاره جسمي، فکري او رواني وړتیا ولري؛
۶- په انګلیسي ژبه بلدیت ولري؛
۷- د پوهنتون/ لووړو زدهکړو موسسو د کیفیت لوړونې د معیارونو سره بلدتیا ولري،
د اسناد سپارلو تګلاره
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي چې خپل اسناد لاندی بريښنا لیک ته واستوی
بریښنالیک: د بریښنالیک په (Subject) کې د دندې عنوان ولیکئ او [email protected] ته یې واستوئ.
22/04/2024
عاجل!!!!!!
د کارموندنې خبرتیا!
الکوزی د طبي علومو انستیتوت
په فارمیسي څانګه کې (2) دوه تنه استادانو ته ضرورت لري
مضامین:
فارمسي شمیک
فارمکوګنوزي
د دوا اداره او تدارک
فارمسي کلینیک
د دندې وخت:
د سهار د شپږ بجو څخه تر اته نیمو بجو پورې
شرایط:
۱ د اړونده رشتې څخه تائید شوی د فراغت سند ولري.
۲ د استادۍ په برخه کې لږ تر لږه ۲ کلنه تجربه ولري.
۳ د هیواد په رسمي او انګلیسي ژبو وپوهیږي.
۴ د کمپیوټر له پروګرامونو سره بلدتیا ولري.
۵ اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي.
په شرایطو برابر کسان دی خپل اسناد الکوزی طبي علومو انستیتوت ادارې ته د 1403 کال د ثور د میاشتې تر 5 نیټی پورې وسپاري.
د اړیکو شمیره:
Mobile : 0782103129
Whatsapp: 0775052557
ادرس:
د سپینی ماڼۍ په لور غزیدلی سړک پوهنتون روغتون ترڅنګ
09/04/2024
خبرتیا:
ښه زیری !
د عامې روغتیا وزارت د نوې پالیسۍ مطابق د قابلګۍ دوه کلن تدريسي بهير په درې کلن تدريسي بهير بدل شو.
د ١٤٠٣ کال د پیل څخه به د افغانستان ټول انستیتیوتونه دري کلن د قابلګی پروګرام تدریسی کریکولم تطبیقوی.
د اتحادیې د نشراتو څانګه.
30/03/2024
320وړيا عملياتونه
د روژې مبارکې میاشتې په پار د بيا ځل لپاره د داودزي معالجوي روغتون لخوا د وړیا عملياتونو دروژی تحفه پيل کيږي !
_______________________________________
د پلان له مخې د داودزي معالجوي روغتون رهبرۍ له لوري د بيا ځل لپاره تصمیم نيول شوی چي د روژي دمبارکي مياشتي ٢١نه تر ٢٨پوري د بېوزله هېواد والو د لاسنیوي لپاره په لاندي برخوکي 320 وړیا عملیاتونه ترسره کړي
عمومي جراحي او يورولوژي ۱۳۰ عملياتونه
عصبي جراحي ۲۰ عملياتونه
اينډوسکوپې,کلونوسکوپې او ERCP اړوند ۵۰ پروسيجرونه
اورتوپيدي ۲۰ عملیاتونه
غوږ; پوزه اوستوني او برانکوسکوپی 20 عملياتونه
نسايي ولادي ۱۰ عملیاتونه
سترګه ۱۰ عملیاتونه (DCR)
جلدي ۳۰ پروسيجرونه
غاښونه ۳۰ پروسيجرونه
د پورته لړي لپاره کولای شي داودزي معالجوي روغتون ته په واقعي ډول غريب او بي وزله ناروغان چي عمليات ته ضرورت ولري رامعرفي کړي
ددغه 320تنه عملیاتي ناروغانو لپاره طبي خدمات په لاندي ډول عرضه کیږی
عملیات 💯 فيصده وړيا
دلويانو او کوچنيانوداخله متخصص سره کانسولتيشن 💯فيصده وړيا
وارډ فيس💯فيصده وړیا
عملیاتخاني فيس 💯 فيصده وړیا
انستیزی ډاکترفيس💯فيصده وړيا
التراسونوګرافي 💯فيصده وړيا
اي سي جي اوايکوکارډيوګرافي 💯فيصده وړيا
لابراتواري معاينات,ستي سکن ,ام ار اي او راډيوګرافي په 70 فيصده تخفيف سره
په داخل دعملیاتخانه کی به دعملیات او بیهوشي دوا امکان ترحده وړیا وی
اوهغه دواچی وارډ او کورلپاره توصیه کیږی په %10تخفیف سره ورکول کیږی
نوټ:هيله ده دپورته لړۍ لپاره داودزي معالجوي روغتون ته تاکیداً شتمن نه بلکی په واقعي ډول غریب او بی وزله هیوادوال رامعرفی کړۍ
ادرس: جلال اباد ښار، مرستون څلور لاری داودزي معالجوي روغتون
داړيکوشميري 0781968198 0786677511 0787972279
18/03/2024
د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام د پروسې پیل
د مخابراتي شبکو په اړه دوستان شکایت کوي، دغه سکټور خوشبختانه افغانستان کې ۲ دوه ملیارده ډالر پانګونه کړې خو بدبختانه د دوی سرمایه ګزاري له لومړي سره سمه تنظیم نه شوه او اترا ډېر وروسته مستقله اداره شوه چې دوی لارې ته سم کړي.
ـ هغه وخت چې افغانستان کې جګړه وه د هرې مخابراتي شبکې کلني خالص عواید ۱۱ ملیارده افغانۍ ته رسېدل اوس به نور هم زیات وي او د غریبۍ دلیل یې نه شته.
ـ اترا ورته د جمهوریت اخرو کلونو کې د بیو د کنترول لپاره قانون تعدیل کړ، دوی زموږ پر ضد نااعلان شوی شدید جنګ پیل کړ.
ـ دوی د فورجي انټرنیټ نه لري، درواغ وایي، موږ ورته ویل فرېکونسي واخلئ او فایبر وغځوئ سبسایډي هم درکوو، خو دوی ویل د افغانستان د خلکو د فریکانس معدن موږ ته مفته راکړئ.
ـ دوی حتی د لس فیصده مخابراتي محصول د کنټرول سیسټم سره خپل مرکزي سیسټمونه د اترا په تک شین زور وصل کړل، ځکه چې د دغو ټکسونو د خورد و برد شکونه وو او لا هم ستونزې شته.
ـ یوې مخابراتي شبکې د افغانستان د خلکو ۴۶ ملیونه ډالر پورونه قبضه کړي وو، عمر انصاري د اترا رییس و، په زور یې ترې واخیستل، دوی په پارلمان او تر ارګه ډالر وویشل تر څو د اترا اداره ختمه کړي.
ـ مخابراتي شبکو د خلکو د غوښتنې په اساس پابجي ګیم نه بنداوه، ویل یې دې نه موږ ته د میاشتې ۲- ۴ لکه ډالر عاید راځي.
ـ دوی دومره زور غږوي چې پارلمان او هر ځای کې یې پر اترا د فشار اسباب لټول او حتی اوسني د مخابراتو وزیر سره یې هم په قیمتونو لانجه ده.
له دوی نه خپل حق واخلئ، مه پریږدئ چې ستاسې پام اترا او یا نورو خواو ته واړوي، ستاسې روان کمپاین ته هم پام کې ده چې غوسه مو نورو لوریو ته وپاروي او له شبکو خبره واړول شي.
ـ انټرنیټ او مخابرات د انسان لومړنیو حقونو کې حسابېدونکی دی، چې موجه دلایل او موانع موجود نه وي دا باید د اوبو غوندې خلکو ته ورسېږي.
Saeed Shinwarai
12/03/2024
الکوزی د طبي علومو انستیتوت د هغه کسانو شارټ لست چې د استادۍ لپاره یی اسنادونه جمع کړی وو.
د امتحان وخت او نیټه یی له تاسو سره شریکوو هیله ده چې په ټاکلې نیټه حاضر شئ.
ورځ په ورځ د انسانانو تر منځ مینه او محبت کمیږي.
چې لامل به یې څه وي ?
د یو ملګري یا خپلوان دوکې' چل او فریب ته سړی نه خپه کیږي. خو خپه دي ته وي چې اینده کې یې له تاسره اعتماد صفر شي او بیا هیڅکله د باور وړ نه وي .
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Jalalabad
