Dr.Chota Ahmadzai

Dr.Chota Ahmadzai

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr.Chota Ahmadzai, Health/Beauty, Jalalabad.

10/01/2023

هر نوی قلف دری نوی کیلیاني لري
هدف ته د رسېدولو لپاره هم دری کيلیاني موجودي دي

۱: مبارزه
۲: زحمت ایستل
۳: صبر ، حوصله کول...
هر نوی قلف دری نوی کیلیاني لري
هدف ته د رسېدولو لپاره هم دری کيلیاني موجودي دي

۱: مبارزه
۲: زحمت ایستل
۳: صبر ، حوصله کول...

22/11/2022

سي ټي سکن (CT Scan) او ايم ار آی ( MRI) څه ته وايي او ترمنځ يې توپير څه دی؟

د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره د ژوند په هره برخه کې پوره بدلون او اوښتون منځ ته راغلي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ په مټ د انسانانو ترمنځ اړېکې غښتلي او نېږدې شوې.
د طب په برخه کې هم ټکنالوژۍ پوره پرمختګ کړي او هغه ډيری ناروغۍ چې پخوا د درملنې وړ نه وې او د مرګ سبب کېدې، نن ورځ يې په اسانۍ سره درملنه ممکني شوي ده.
د ځينو سختو ناروغيو په وخت کې به مو داسې طبي اصطلاحات لکه X-ray، CT Scan ،MRI او داسې نور اورېدلې دي.
په دې لېکنه کې درته دوه اصطلاحات سي ټي سکن (CT Scan) او ايم ار آی (MRI) چې له اکسرې سره توپير لري در پېژنو.
۱- سي ټي سکن (CT Scan): سي ټي سکن (CT Scan) چې مکمل نوم يې Computed Tomography Scan دی او له يادو کلمو څخه يې لنډ نوم اخېستل سوي دی. CT Scan د کمپيوټر په وسيله د اېکسرو ټولګه ده، چې له مختلفو زاويو څخه اخېستل کيږي او په پايله کې يې توموګرافيک (Tomography) انځورونه منځ ته راځي.
له بدن څخه د کمپيوټري انځورونو اخېستنې ته توموګرافي (Tomography) وايي، چې ساده بېلګه يې په خپله سي ټي سکن دی، په تېرو دوه لسيزو کې سي ټي سکن ډېر پرمختګ کړی او يوازې په امريکا کې په ۲۰۰۷ کال کې ۷۲ مېلويونه د سي ټي سکن معاينات ترسره شوي وو.

سي ټي سکن د بدن د مختلفو جوړښتونو او برخو مالومات راخلي او کولای شي چې د 3D يا مکعب په شکل يې وښيي.
د هډوکو، سر، زړه، سږو، نس، د خاصرې لګن او انسان د بدن د نورو مختلفو برخو 3D کتنه په (سي ټي سکن) سره کيږي، سي ټي سکن له ډېرو ګټو سره ځينې ستونزې هم جوړوي چې ورته عوارض جانبي يا Side Affects وايي. د سي ټي سکن له جانبي عوراض څخه د سرطان، ګانګې او د بدن خارښت د بېلګې په توګه يادولی شو.
۲- ايم ار آي (MRI): ايم ار آي د Magnetic Resonance Imaging لنډ نوم دی، چې پښتو مانا يې، مقناطېسي اهتزازي انځور دي.
ايم ار آی يوه انځوريزه کړنه ده، چې طبي راډيولوژۍ کې ورڅخه ګټه اخېستل کيږي او د انسان د بدن د جوړښت يا اناتومي د بېلا بېلو برخو انځورنه اخلي.
ايم ار آي هم لکه سي ټي سکن تقریبآ څلور لسېزې مخکي د طب د دوو ډاکټرانو (ډاکټر لارنس بینتین او ډاکټر ارونین ویسمین) له خوا منځ ته راغلل.
۳- د سي ټی سکن او ايم ار آی ترمنځ توپيرونه:
– سي ټي سکن د هډوکو د تشخيص، سينې او سږو تشخيص او د سرطان د موندلو لپاره کارول کيږي.
ايم ار آی بيا د نازکو نسجونو، د ملا تير، دماغو، تومور او نورو موندنو لپاره کارول کيږي.
– سي ټي سکن تقریبآ د ۵ څخه تر لسو دقيقو لپاره وخت نيسي او په بيړنيو پېښو کې کارول کيږي، خو ايم ار آی تر ۳۰ دقيقو پورې وخت نيسي او د ژورو څیړونو لپاره په کار راځي.
– سي ټي سکن معاينات له ۲۰۰ ډالرو څخه پیل بيا تر ۳۰۰۰ ډالرو پورې رسي، خو ايم ار آی بيا له ۳۰۰ ډالرو تخميني بيې څخه تر ۵ زره ډالرو پورې رسيږي.
– سي ټی سکن ښايي یو شمېر بيولوژيکي زيانونه ولري، خو ايم ار آي بيا کوم بيولوژیکي زيانونه نه لري، ځيني وخت حسايت منځ ته راوړي.
– سي ټي سکن د هډوکو په اړه ښه مالومات وړاندې کوي خو ايم ار آی بيا د هډوکو په اړه له اېکسرې کم معلومات په لاس درکوي.
– سي ټی سکن د ايم ار آی په پرتله د نازکو نسجونو په اړه په تشخيص کې ټيټ دی.
– ايم ار آی د سي ټي سکن په پرتله لس کاله کم عمر لري. سي ټی سکن په کال ۱۹۷۱ کې او ايم ار آی په ۱۹۸۱ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

زمونږ پاڼه درسره لایک اوشیر کړی

10/11/2022

#ویروس څه شی دی؟

ویروس (Virus) له لاتیني کلمې (Venome) څخه اخيستل شوی دی، چې د (زهرو) په معنا دی. ویروسونه د ناروغیو عامل کوچني موجودات دي، حجره نلري او د ژوندي موجود (کوربه) په حجره کې فعالیت او تکثر کوي.

ویروس له ژوندۍ حجرې څخه بېرون غیر فعاله وي او د ژوند ټولې نښې نه لري او کله چې یوې ژوندۍ حجرې ته داخل شي؛ نو فعالېږي. دا ځکه چې ویروس یا DNA لري او یا RNA او د یو ژوندي موجود لپاره دا دواړه اړین دي او باید په خپله حجره کې دواړه ولري. نو په همدې خاطر ساینس پوهانو ویروس د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو ترمنځ طبقه بندي کړی دی.

ویروسونه تر میکروسکوپي (Microscopic) ژوندي موجوداتو هم ډېر کوچني دي چې (SubMicroscopic) موجودات بلل کیږي، د نوري میکروسکوپ لاندې نه لېدل کیږي، یواځې د الکترون میکروسکوپ پواسطه لېدلو وړ دي.

ویروس ژوندی موجود ندی، بلکه یوه قطعه د هستوي تیزابونو (Nucleic acid) دي چې د پروتیني پوښ (کپسيد) پواسطه پوښول شوی. د ژوندیو موجوداتو د تعریف په اساس چې ژوندی موجود باید کم تر کمه یوه ژونکه یا حجره لرونکي وي، په دې اساس ویروس ژوندی موجود ندی.

د ویروسونو مطالعې ته ویروس پوهنه (Virology) وايي چې په بیولوژي کې د میکروبیولوژي (MicroBiology)

Dr.Chota Ahmadzai

23/10/2022

شکر ناروغي څه ډول رامنځته کيږي او درملنه يې څه ډول ده؟

کله چې موږ خواړه وخورو نو په پايله کې په ګلوکوز يا شکر بدلیږي،چې وروسته دا د بدن ټولو حجرو ته رسول کېږي،حجرو ته د‌ ګلوکوز د رسولو دنده د بدن دوينې د دوران په واسطه کېږي،يانې وينه ترحجرو دا ګلوکوز رسوي.
خو حجرې ته ددې ګلوکوز د‌ننه کولو لپاره د انسولين هورمون حياتي ارزښت لري،که چېرته په کافي اندازه د انسولين هورمون شتون ونلري نو ګلوکوز يا شکر په وینه کې پاتې کېږي او نشي کولی حجرې ته دننه شي.
يانې په وينه کې د شکر د لوړېدو اصلي عامل د انسولين د هورمون کم والی يا نشت والی دی.
د انسولين بله دنده دا هم ده چې کله په وينه کې شکر د اړتيا څخه زيات شي نو د انسولين په مرسته ځګر ګلوکوز ګلايکوجن ته اړوي او هلته یې ذخیره کوي.
په وينه کې د شکر اندازه د 70mg/dl او 100mg/dl ترمنځ وي،که چېرې دا اندازه تر126mg/dl واوړي نو دا د شکر د ناروغی ترټولو ښکاره اشاره ده.
د شکر د کنترول لپاره د انسولين هورمون اړين دی او د انسولين لپاره د پانکراس د غدې روغتيا اړينه ده.
د شکر ناروغي په دوه ډوله ده
اول ډول :په دې ناروغی کې پانکراس په کمه اندازه انسولين هورمون توليدوي،چې نشي کولی د شکر اندازه کنترول کړي،خو پوښتنه داده چې ولې د پانکراس غده نشي کولی په کافي اندازه انسولين هورمون توليد کړي؟
د بدن دفاعي سيستم په مختلفو ويروسونو او باکتریاو حمله کوي او هغوی له منځه وړي کله کله د يو نامعلوم سبب له کبله د وجود دفاعي سيستم د‌يو بې نظمی په اساس په خپلو حجرو حمله کوي.
په دې ډول شکر کې هم د‌پانکراس د غدې په بيټا حجرو د بدن دفاعي سيستم حمله کوي او کله چې ددې حجرو تخریب80% ته ورسېږي نو نور پانکراس د‌انسولين هورمون په لازمه اندازه نشي تولید کولی او‌ په دې ډول نور نه په ځګر کې اضافي ګلوکوز يا شکر ذخیره کېږي او نه د حجرې د ننه د مصرف کولو لپاره د‌ننه کېدی شي په وينه کې د شکر اندازه لوړېږي او د شکر لومړی ډول ناروغي رامنځته کېږي.
دوهم ډول شکر ناروغي:پدې ډول شکر ناروغی کې پانکراس کافي اندازه انسولين هورمون توليدوي خو د بدن په حجرو کې د انسولين د هورمون ریسیپتور يانې قبلونکي نشته،دغه رېسېپتورونه نشي کولی د انسولين هورمون وپېژني او پدې ډول د انسولين هورمون په وړاندې حساسيت زياتېږي او که هورمون موجود هم وي کار نکوي.
په دې ډول بيا هم د انسولين هورمون خپله‌ دنده نشي ترسره کولی او په وينه کې د شکر سويه لوړېږي.
نښې نښانې:
1-زيات تږي کېدل
2-ژر ژر تشې متيازې کول
3-ستړي توب او خسته توب
4-د‌ وزن بايلل
5-پيکه کيدل
6-زر زر وږي کېدل
پاملرنه:ددې نښو نښانو ليدل قطعا د شکر د ناروغی د شتون په مانا ندي،د تشخيص لپاره بايد‌ په وينه کې د شکر اندازه وکتل شي،هغه هم بايد د څه وخت لپاره همداسې ثابته لوړه وي که نه کله ناکله د شکر لوړېدل نورمال دي.
درملنه:
د شکر د ناروغی په تداوی کې هڅه دا وي چې د شکر اندازه په نورمال سطحه کې وساتل شي،ځکه د‌اوږد وخت لپاره مسلسل د‌شکر لوړوالی،د وينې رګونه،پښتورګو،سترګو عصبي سیستم او نورو ته سخت زيان رسوي.
د شکر د‌اندازې د نورمال ساتلو لپاره وړاندې شوي درمل چې پدې کې ترډېره د انسولين هورمون د پیچکاری يا قلم په واسطه وي منظم اخیستل،هره ورځ فزیکي فعالیت او سپورت کول او ددې ترڅنګ په خپلو خوراکي لېست کې د هغه خوراکونو څخه چې پکې زياته اندازه کاربون هيدرات شتون لري پروهېز کول حیاتي اهمیت لري.

22/10/2022

بد هضمي Dyspepsia

کله چې په معده کې د خوړو د هاضمې ستونزه پیدا شي، بدهضمي ورته ویلی کېږي.

اسباب:
په خوراک کې بې اختیاطي، ډېر خوراک کول، له خوراک وروسته چای څښل او له هغې سره د کیک، کلچو او مټایانو خوړل، د هضم په ترشحاتو کې کمې او یا زیاتوالي، غم او پریشانې د دی ناروغۍ لاملونه دي. په همدي توګه ځینې ناروغۍ لکه د معدي التهاب، د ځیګر پړسوب هم د دی اسباب ګڼل کیږی. له وریو څخه وینه او زوه راتلل هم د دې ناروغۍ لامل ګرځي.

نښې:
د خېټي پړسوب، معده درنده معلومیږي، په خېټه کې نري نري بریښ، زړه راجیګېږي او بد بد کېږي، ناروغ ارږمي کوی، په خېټه کې اوازونه، ځېني وختونه اسهال هم ورسره وی که ناروغي دوام وکړي ناروغ ډېر کمزوری کېږي.

تدابیر:
د ناروغۍ اصل سبب دي ولټول شي د هغې مطابق دې معالجه شي په خوړولو کې اختیاط پکار دي، ترڅو چې څوک ښه نه وی وږي شوی او خېټه یې پوره نه وي خالي شوی خوراک دي نه کوي
له خوړولو وروسته زر د دویم شی خوړل ندی مناسب، له مرچ او مسالو نه پرهیز پکار دی، خواږه څیزونه خوړل هم د ناروغ لپاره نه دی پکار
ښه تدابیر دا دی چې داسې ناروغان په اوونۍ کې یو ځل روژه ونیسي ان شاءالله ناروغې به یې ښه شي!

درملنه:
د هاضمې لپاره ناروغ ته Tab.syp.Eplazyme یا Syp.Zymoplex یا Tab.syp.Becozymeله ډوډۍ وروسته د ورځې درې ځلې ورکړئ.
په همدې توګه ناروغ ته Tab.Festalاو Syp.Digiplex ږرږسته له غذا د ورځې درې ځلې تر یو اونۍ او یا د هاضمې د اصلاح تروخته تجویز کړئ.

پرهېز:
ناروغ دي له تروو څیزونو او مرچ څخه ځان وساتي، ډېر غوړ دي نه استعمالوي او داسې خوراک دې وکړي چې ژر هضمیدونکي وي.

Dr.Chota Ahmadzai

Photos from Dr.Chota Ahmadzai's post 22/10/2022

دستوني ناروغۍ يا ( Diseases Of Throat )
ټانسلايټس ( Tonsllitis )

په دې ناروغۍ کې دستوني غدې غټېږي او په ټانسلونو کې ترې التهاب رامنځته کيږي ، او لامل يې څو ډوله ويروسونه ( کلا مېډيا ، مايکو پلازما ، سټرپټو ـ کوکس ) دي
ددى ناروغۍ لاملونه يا ( Causes )
دسګريټ څکول ، په ګردونو او خاورو کې ډير ګرځيدل ، دوينې خرابوالۍ ، زکام ، په لوړ اواز غږېدل ، دحلق التهاب ، ايوډين لرونکي مرکبات ، او داسي نور دي
ددى ناروغۍ نښې يا ( Symptoms )
په خبرو ، خوړلو ، او څکلو کې ستونزې ، د معمولي لړزي سره تبه ، د ستوني وچوالی ، د ستوني خارښت ، او درد ، دخولې دخوند خرابوالۍ ، بدبويه تنفس ، بيا بيا ټوخۍ

درملنه يا ( Treatment )
Tab Azithromycin ، 500 Mg 1 × 1
Tab paracetamol ، 500 Mg 1 × 3
Syp Broxol Dm 2 × 3

Photos from Dr.Chota Ahmadzai's post 22/10/2022

★Fluoxetine
د SSRIs د کورنی ضد خفګان درمل دي . چی ډیری استعمالیږي
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Indicationاستطباب
•Deppression خفګان ناروغي ده

•Obsesive Compulsive desorders (OCD)
یوه روامي ناروغي ده نور یی تاسو مطالعه کړی

•Panic Desorders زیاته ویــــــــــره
د زیاتی ویری یو مرحله ده هغه وخت رامنځته کیږي چی په بګرونډ کی پخوانی یو وړه ویره د یو څه نه موجوده وي

•Fibromyalgiaدا یو ناروغي ده چی پکی ټول بدن درد لري خوب مشکلات هم لري ستړتیا او زهنی فشار ورسره ملګری وي او نور اعراض علایم هم لري

•prekinson's Disease یو ناروغي ده د عصابو په کوم کی چی ناروغ خپل ځان نشي کنټرول کولی او لړزه پکی وي چی په زیات عمر لرونکو کسانو کی ډیر رامنځته کیږي نور اعراض علایم هم لري

•Bulimia Nervosa یو رواني د خوړو ناروغي ده چی زړه بدوالی او کانګی په کی وي نور اعراض علایم هم لري
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
Contra Indication مضاد استطباب
Hypersensistivity حساسیت
Renal failure د پښتورګو عدم کفایه
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
Side effects جانبي عوارض
Nausea / vomating زړه بدوالی او کانګی
vision Disturbance د لیدلو ګډوډي
Diarrohea اسهال
HyperSensitivity حساسیت لکه لړمئ
Anorexia بی اشتهایی
Insomniaبی خوبي
Tremor لړزه
Weight Loss د وزن بایلل
Liver Enzyme Elivation د ځګر انزایمونو لوړیدل د نارمل څخه
Tachycardia د زړه ضربان زیاتوالی
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Coution
•هغه خلک چی سرچرخی لري دوی داسی مریضانو سره باید احتیاط وشي
•هغه خلک چی د جټکو په مرض اخته وی دوی کی باید احتیاط وشي.
•هغه خلک چی د ځګر او پښتورګو ناروغی لري باید په احتیاط استعمال شي
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ

★د استعمال اندازه
لویانو ته
۱۰ـــ۸۰ملي ګرام په ۲۴ ساعتونو کی استعمالولی شو د ډاکټر په مشوره سهار لخوا
باید د ۸۰ ملي ګرام نه لوړ لاړ نشو ځکه بیا ستونزی جوړوي .

ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★درملو شکلونه
ګـــــولی او کفسول یی ۲۰ملي ګرامه پیدا کیږي
شربتونه یی هم ۲۰ملي ګرام په ۵ملی ليتر کی پیدا کیږي.

•په حاملګی کی باید استعمال نشي.
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ

22/10/2022

ګرانو هېوادوالو!
زموږ پاڼه خوښه کړئ!
په ليکنو يي نظر ورکړئ؛ او له ملګرو سره يي شريک کړئ !
Dr.Chota Ahmadzai

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Culinary Team

Attire

Telephone

Website

Address


Jalalabad
786