Dr. Asadullah Maroof
Medical information
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ ښایسته طبیعت.
11/06/2022
↩ دا یوه ویروسي ناروغي ده . Phinoviruses چې له کبله یې د پوزي په دننه لغاب لرونکي پردو کې التهاب رامنځته کیږي . پوزه پکې بهېږي ، سر درد کوي ، اوبه له پوزې بهېږي او ورسره پوزه سوی او التهاب لري .
↩ لاملونه / Causes :
دا ناروغي زیاتره د وایروس او کله کله د بکتریایی انتان له منتن کیدلو څخه منځ ته راځې .
↩ نښي / Symptoms :
↩ يه طبیعت کئ سستوالي ، کار کولو ته زړه نه کیدل ، په تندي بوج ، د پوزي د موادو راوتل ، سر درد ، په پوزې سوري په کې سره وي ، په پوزه او ستوني کي درد ، د ویروسي انفکشن له امله ناروغ په 5 / 4 ورځو کي خپله ښه کیږي ، خو د باکتریایي انفکشن په صورت کې درملو ته اړتیا لري .
↩ درملنه / Treatment :
① Tab : Leflox 500 mg .
formula ( Levofloxacin )
یوه ګولۍ په ورځ کې تر 5 ورځو لپاره .
② Tab : Cetrix 10 mg .
formula ( Cetirizine )
یوه ګولئ سهار او ماښام په مړه .
③ Tab : Actifed - P .
formula :
( chlorpheniramine and phenylephrine )
یوه ګولئ سهار غرمه او ماښام په مړه .
06/06/2022
د پزي څخه د ویني راتلل (Epistaxis)
پزه چي د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو وظایفو سربیره یوه وظیفه یي د تنفس په وخت کي د هوا مرطوب او معتدل ساتل دي،نو ځکه په زیاته اندازه د ویني څخه برخمنه ده
پزه دوي حصي لري: بهرنۍ حصه او داخلي یا ننۍ حصه
د پزي بهرنۍ حصه که په درو تقسیم کړو نو لوړه یوه حصه یي د هډوکي (Bone) او لاندي دوې حصې یي د نیمه هډوکي (Cartilage ) څخه جوړه شوي ده.
د پزی داخلي حصه د پزي د دیوال (Nasal septum) ،د پزي د خالیګاه (Nasal Cavity) او دداخلي سټرکچړو څخه جوړه شوي ده.
د پزي څخه د ویني راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کي زیات لیدل کیږي او په اکثره وختونو کي وینه په خپله بندیږي. خو داچي دپزي د ويني رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزي وینه په ډیر لنډ وخت کي خطرناک واقع کیداي سي
د پزي څخه د ویني راتلوعلتونه:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږی یو هغه چي په پزه پوري مربوط دي او بل عمومي علتونه
په پزي پوري مربوط علتونه:
۱- د پزي التهاب (Infection)
۲- د پزي ضربه یا وهل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل سوي علتونه (Idiopathic)
۴- د پزي حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کي د خارجي شي موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیري عادی رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزی سرطان (Neoplastic)
عمومی علتونه:
۱- د ویني لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کم چي د ویني د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (ډیر کم) (Fever or Influenza)
علاج او بیړني مرسته:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه مختلف دي،نو ژر تر ژره باید نږدي هسپتال ته ځان ورسول شي، ترڅو علت یی معلوم او دقیق علاج یی وکړل شي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندي نقاطو عمل وکړل سي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزي لاندي حصه کم چي د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټنګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي (د لسو دقیقو لپاره ،یا تر هسپتال پوري تر رسیدو تر وخته) په عکسو کي دا ساحه ښودل سوي ده.
۲- سر په ځمکه مه ایږدي، ځکه پدی سره د سر و طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه د مخ و طرف ته ګوږ کئ، ناسته بهتره ده
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخي اوبه واچوئ،او یا یخ او لوند ټوکر په مخ تیر کئ، ترڅو د مخ په حصه کی د ویني رګونه تنګ او د ویني جریان کم سي.
۴- تنفس یا ساه اخستل د خولي د لاري کوئ،کمه وینه چي د ستوني طرف ته تللي وي هغه د خولي د لاري توف کئ.
۵- کله چي وینه ودریږي نو د پزي د پاکولو او کشولو کوښښ مه کوئ ځکه پدي سره د ویني د بهیدو چانس زیاتیږي.
۶- نږدي هسپتال ته ځان و رسوئ، ترڅو علت یي معلوم اودقیق علاج یي وکړل شی.
مأخذونه ( References)
1- R.S. Dhilon and C.A. East, 4th Editio
2- Ray Clarke, 11th Edition
3- PL Dhingra, 6th Edition
4- Harold Ludman, 6th Edition
پیچ لایک کړی او شیر یی کړی
⇡ . Asadullah Maroof
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
13
Jalalabad
2601

05/06/2022