Hijratullah hijran
که مو د چرګانو دوايي ته ضرورت وو مونږ ستاسو پۀ خدمت کې یو 0787847513. 0781502229
21/05/2026
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ننګرهار ولایت د خیرمینې د متوسطه ښوونځي امر صاحب، حاجي محمد صادق صاحب، چې د ښو اخلاقو، لوړ شخصیت، او د تعلیم او تربیې په ډګر کې د نه ستړې کېدونکو خدمتونو له امله په ولس کې د خیر، ښېګڼې او درناوي سپینږیری بلل کېده، نن له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد حاجي محمد صادق صاحب خپل ژوند د علم، روزنې، او د ځوان نسل د روښانه راتلونکي لپاره وقف کړی و. هغه نه یوازې یو ښوونیز مدیر و، بلکې د اخلاقو، مینې، حوصلې او انساني خدمت یوه روښانه بېلګه هم وه. د ده مهربان چلند، پاک نیت، او د خلکو سره نږدې اړیکو هغه ته د ولس په زړونو کې ځانګړی ځای ورکړی و.
د هغه مړینه نه یوازې د کورنۍ لپاره، بلکې د سیمې د خلکو، زده کوونکو، او د تعلیم د ډګر لپاره یوه لویه ضایعه ده. د ده خدمتونه، نېکې مشورې او انساني رویه به تل د خلکو په ذهنونو او زړونو کې ژوندۍ پاتې وي.
الله تعالی دې ارواښاد ته جنت الفردوس نصیب کړي، قبر دې ورته روښانه او له کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او ټولو خواخوږو ته دې جميل صبر او اجر ورکړي.
إنا لله وإنا إليه راجعون.
زما خوږې
13/05/2026
زه څه خبر وم چې په 60 روپۍ ده 😭😭
بس د شرمه مې بیرته نشوه واپس کولی 😜😜
ځکه چې بل کس راسره وو 🤔🤔🤔🤔او دوه دانې الکوزي او يو بوتل اوبه وايي 130 راکړه ماويل که ګپ لګوي.
مطلب که تاسو خبر نه وئ چې خبر مو کړم د څښلو وتلي دئ😭
دا خو معلومه خبره ده
آيا دا بۀ رښتيا وي؟ کاش چې پۀ حقيقت کښې مسلمانان شوی وي
05/05/2026
د خوږياڼيو پوهنې آمريت اړوند د خيرمينې متوسطه ښوونځي مدير صيب صادق خان.
چې څو موده مخکې سختو بارانونو په نتيجه کې د ياد ښوونځي څو اطاقونه زيانمن شوي وو
د اطاقونو د بيا رغونې په هدف یې خپله مټې رابډ وهلی وې نن سهار د اطاق د سر څخه رالويدلی دی او سخت ټپي دي.
ديادونې وړ ده چې دده زحمتونو پايله کې ياد ښوونځی چې په راغه او شګو کې موقعيت لري خورا سرسبزه او زړه راښکونکی کار يې ورته کړی دی.
الله ج دې مدير صيب ته روغ او سالم صحت ورکړي 😭😭😭
ښۀ راغلاست درته وایم خوږو دوستانو
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Manegar
Jalalabad
