Dr Islamkhil Saberi
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Islamkhil Saberi, Health/Beauty, Jalalabad.
04/12/2023
*⭕ یو څو طبي لارښوونې !*
*① که غواړئ آرامه وجود ولرۍ ، د شپې د ۱۰ بجو څخه د سهار تر ۴ بجو خوب وکړئ .*
*② که غواړئ د خوړو ښه هضم ولرۍ ، نو د سهار لخوا ډېري او د شپې لخوا کمي اوبه څښئ .*
*③ هیڅکله درمل د یخو اوبو سره مه خورئ ، هڅه وکړئ د نیمه ګرمو اوبو سره یې وخورئ .*
*④ د درملو خوړلو وروسته سمدستي مه پریوځئ ، هڅه وکړئ لږ قدمونه واخلئ / فزیکي فعالیت وکړئ .*
*⑤ که د موبایل چارج مو د لس ۱۰ فیصد څخه کم و ؛ نو آړیکې/ زنګ ته جواب مه ورکوئ ، ځکه دې وخت کې شعاوي زر ځله غښتلي وي .*
*⑥ هیڅکله د شپې لخوا درانه خواړه مه خورئ ، هڅه وکړئ ښه او درنه غذا د سهار لخوا وخورئ .*
*⑦ که غواړئ روغتیا / صحت مو سالم وی مریضان ډیر نشئ سهار په نهاره یوه مڼه وخورئ* .
Dr Saberi
19/03/2023
⭕ د آم روغتیایی ګټي :
◀ آم هغه مېوه چي هر څوک يې خوښوي ، اصلا د هند هيواد مېوه ده . آم 4000 کاله کرنيز تاريخ لري او ډېره خوږه ده چي آم يا Mango ورته وايي . آم د زياتو غذايي موادو په درلودلو سره ډېري روغتيايي ګټي لري ، چي ځيني يې په لاندي ډول دي :
① د وجود دفاعي سيسټم قوي کوي د زړه په روغ ساتلو کي رول لري د ويني غوړ (کلسټرول)کموي د ويني لوړ فشار کنټرولوي هضميت سموي او دغه پروسې ته چټکتيا ورکوي.
②د سرطان څخه مخنيوى کوي وزن کنټرولوي او دماغي وړتيا زياتوي د مخ دانې کموي او د پوست ژر زوړوالي مخنيوى کوي انتي اوکسدانټ تاثير لري جلد روغ ساتي او مخ روښانه کوي د سترګو ديد زياتوي.
③ د ورېښتانو په وده کي ستر رول لري د خولې بدبويي لمنځه وړي د قبضيت او بواسيرو په لمنځه وړلو کي رول لري ډېره قوي مېوه ده او بدن ته قوت ورکوي د پښتورګو فعاليت زياتوي.
④ د بدن تودوخه کموي او د تبي په لمنځه وړلو کي رول لري د اسهال د لمنځه وړلو لپاره ګټور دى د سر درد ، نفس تنګي او خواګرځي لمنځه وړي ځيني کسان چي د آم په خوړلو سره يې د بدن تودوخه لوړېږي بايد د شکنجبين سره يې وخوري.
Dr saberi
🟥 د ښه ژوند تېريدو لپاره څو جملې !
1 - لمړۍ : کله هم خواري مه پرېږدئ ، هر کار چې کوئ دوام ورکړئ . زړه ماتي کېدل د ناکامۍ معنی لري .
2 - دويمه : هېڅوک هم ستاسې نظر سلو په سلو کې منلى نه شي . موافق او مخالف به دواړه لرئ .
3 - درېمه : خپله خوشاله شئ ، نن وخت ډېر کم خلک دي ، چې نور ته خوشالي ورکوي .
4 څلورمه : تاسې هر شى کولاى شئ ؛ خو کله چې دغه ذهن نه ورک کړئ چې نه يې شم کولاى .
5 پنځمه : هغوى چې مدام منفي نظرونه درکوي ، ورنه لارې جدا کړئ بيا وګورئ چې څومره پرمختګ کولاى شئ .
6 شپږمه : په ځان ډاډه اوسئ هر کار چې غلط نه کړئ کله به هم سم نه شي .
7 اوومه : مطالعه وکړئ ځکه چې ستاسې د ذهني ذکاوت تر څنګه ستاسې معلوماتي خزانه هم غښتلي کوي .
8 - اتمه : مدام ځان نه پورته خلکو ته نظر مه کوئ داسې خلک هم شته چې ستاسې نه ډېر د ټيټې سطحې ژوند لري .
9 - نهمه : با سکونه اوسئ دا شپې ورځې همداسې نه پاتې کېږي ، رڼا به ستاسو لاسونو کې ژر وکتل شي .
10 - لسمه : غُصه مه کوئ چې قهر راشي عقل مرور شي بيا به خپګان هېڅ پايله در نه کړي .
11 - يوولسمه : که د ځان درناوى غواړئ سر کې د نورو درناوى وکړئ .
12 - دولسمه : د نورو تېروتنې اوبښئ تاسې هم انسانان يئ او تېروتنې درنه کېږي .
13 - ديارلسمه : په هېچا هم د حد نه زياتې نيوکې مه کوئ هره ونه کې يو کوږ لرګى وي .
📢 هیله ده : ولولئ نشر کئ . مننه
Dr saberi
څلورو سره جفاء مه کوۀ:-👍🏻
پلار👴🏻
مور👵🏼
ورور👱🏻
خور🙎🏻
څلورو نه ځان ساته :-
غم☹️
خفګان😔
کمزوري🤕
بخیلي🤑
په څلور سختي مه کوه :-
یتیم👤
مسكين😪
فقير😒
مريض🤒
څلورو کي کوشش کوه :-
صبر🌵
نرمي🤔
علم📙📙
عزت💷
څلورو ته ځان نږدې کړه:-
مخلص💏
وفادار💏
نیک خویه🤑
ریښتیاویونکې😘
دڅلورو خبره مه منه :-
دروغجن😛
غل🚶🏻
کینه ګر😳
خودغرض😋
څلورو ته تل مینه ورکوې:-
ښځه👩🏻
بچي👨👩👧👧
کورنې👨👩👧👧
ملګري👨👨👧👧👨👨👧👧
څلور شیان کم کړې :-
خوراک🍅🍊
خوب😴
سستي😒
خبرې👅
اوڅلور شیان مه پریږدې :-
لمونځ🕌
قرآن📔
ذكر ☝
خپلوي👩👧👧 🌴🌹 😑 |
اوس نو درود شریف ووایه✋
(ص)
شريکول ئې صدقه جاریه ده!
ددعا په هیله
Dr Saberi
🟥 دا کارونه له خوړلو وروسته مه کوئ !
🩺 ډیری خلک معمولاً کله چې د شپې ډوډۍ وخوري نو په کټ یا کوچ کې وغزیږي او لږ آرام کوي خو د دې کار په تاوان نه پوهیږي . که تاسې هم دا عادت لرئ نو نور ترې ځان وساتئ . د روغتیا متخصصان وایي چې دا او دې ته ورته عادتونه د روغتیا لپاره ډیر خطرناک دي چې زه یې درته په اړه معلومات درکوم .
1 - سګرټ څکول : سګرټ څکول که څه هم په هر حالت کې زیانمن عمل دی خو له خوړلو څخه وروسته متصل سګرټ څکول لس ځله مضر تمامیږي . په لسګونو څیړنو دا په ډاګه کړې چې تر خوړلو وروسته سګرټ څکونه نسبت د خوړلو څخه پرته یو کس ته لس ځله زیات زیان رسوي . نو غوره دا ده چې سګرټ څکول بس کړئ او که ممکنه نه وي نو بیا یې په خوړلو پسې مه څکوئ .
2 - ډډه اچول یا ویده کیدل : تاسې به لسګونه داسې کسان لیدلې وي چې کله خواړه وخوري نو وایی چې یوه سترګه خوب به وکړم یا لږ آرام به وکړم ، خو دا عادت ډیر مضر دی ځکه چې کله چې خوراک وکړو نو هغه خواړه چې لا مو هضم شوي نه وي له معدې څخه بیرته پورته راځي چې دا بیا د معدې او نورو ناروغیو د اخته کیدو سبب ګرځي .
3 - شاور اخیستل یا لامبل : کله چې خواړه وخورئ نو حداقل تر 30 دقیقو پورې مه لامبئ . د متخصصانو هم همدا رایه ده چې باید له خوړلو لږ تر لږه نیم ساعت وروسته په تړمو اوبو سره ولامبو .
4 - چای څښل : چای څښل هم لکه د ځینې نشه يي توکو په څیر د یو عادت له مخې د زیاتره خلکو عمل دی چې ګټې یې هم زیاتې دی خو که چای د ډوډۍ په خوړلو پسې دستې وڅښل شي نو مختلفې ناروغۍ پیدا کوي لکه کم خونې ، ګنګسیت کمزوري او نور .
5 - تازه میوه خوړل : د تازه میوو خوراک خو نږدې په ټوله نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته عادت ګرځیدلی دی . ځکه چې تازه میوې بې شمیره ګټې لري . خو راځئ په دې هم پوه شئ چې تازه میوې باید په ډوډۍ پسې متصل ونه خوړل شي . که څه هم د تازه میوو هضم یوازې 20 دقیقي وخت نیسي مګر پرته له کیلې څخه چې د کیلې هضم لږ په سخته سره کیږي . خو بیا هم که د خوړلو څخه وروسته متصل وخوړل شي نو بدن ته تاوان رسوي .
6 -یخې اوبه څښل : علت یې ډیر واضح دی چې یخې اوبه ولې د خوړلو څخه وروسته څښل نه دې پکار ، دا ځکه چې یخ یا یخې اوبه خواړه نه پریږدي چې ژر هضم شي .
7 - جنسي مقاربت : له ډوډۍ خوړلو وروسته په داسې حال کی جنسی مقاربت نس تاوان لری .
Dr saberi
24/02/2023
لوړ هدفونه
هغه نه دي، چې اختصاص یي یوازې ځان ته یي.
بلکه لوړ هدفونه هغه دي، چې
دخپل ځان نه بغیر دنورو انسانانو دهیلو ارمانونو پوره کول یي جزء وي.
دا عظمت لرونکې هدفونه
تل مزاجمن او لوړ فکره ځوانانو دنبال کړي وي..!!
Dr Saberi
24/02/2023
( وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلا تُبْصِرُونَ )
او خپله ستاسي پخپل وجود کښي (د عبرت نښاني دي).
ايا تاسي په ځير كتونكي نه ياست؟
24/02/2023
کـه غواړئ صحت مند دماغ ولری لاندې کارونه وکړئ
1: دقرانکریم تلاوت وکړئ
2: دخوښې وړ کتابونه مطالعه کړئ
3: په کافی اندازه خوب وکړئ
4:منظم تمرین وکړئ
5: ښه غذا (تازه سبزیجات او میوه جات) وخورئ.
6: نشه مکوئ
Dr saberi
24/02/2023
زموږ او تاسې په افغانی ټولنه کې دماشومانو دسوء تغذیې یو عمده لامل دشپږ میاشتو څخه مخکې ماشوم ته دچای او ځینی نور مروج خوراکونو ورکول دی،
په دې وخت کې دماشوم کولمې خامې وی او هیڅ دهضم او جذب وړتیا نه لري په داسې حال کې چې دمور شیدی تر شپږو میاشتو پورې له پروټین، شحم او نورو د اړتیا وړ موادو څخه غنی دی.
24/02/2023
د ګوتو نښې دقیقیت دومره لوړ دی چې له هر 64 ملیارد خلکو څخه 2 ورته د ګوتو نښې لري.
دا دی ، که موږ ځمکې ته نور 57 ملیارد خلک اضافه کړو ، یوازې دوه خلک ممکن ورته د ګوتو نښې ولري.
Dr saberi
24/02/2023
دغه ورځني عادتونه مو دماغ ته تاوان رسوي:
۱: د سهار ناشته نه کول؛
۲: زیات چاغښت، زیات وزن؛
۳: زیات سګریت څکول؛
۴: په زیاته اندازه دخواږه شیانو څخه پرهېز؛
لږ خوب یا بدخابي؛
۵: د خوب پر وخت د سر پټول توس کي یا هم د بالښت لاندي کول؛
۶: دمریضۍ په وخت کي ددماغ څخه زیاته استفاده یا پر دماغ فشار راوستل.
Dr saberi
24/02/2023
که چېري دشپې لخوا خوب نه درځي، څو دانې بادام وخورئ! بادام دخوب راوړلو موادو لکه منګنیزم او کلسیمو درلودونکي دی کولی سي په اسانۍ د خوب سایکل منظم کړي.
Dr saberi
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Jalalabad
