HML LAB Jalalabad

HML LAB Jalalabad

Share

Histpathological Processing (Biopsy)
Molecular Biology (PCR)

30/03/2025
Photos from ‎Spinghar University سپين غر پوهنتون‎'s post 23/10/2024
31/07/2024

ډاکټر احمد ناصر حنفي په هيومن لابراتوار کښې د هستو پيتالوژي او هيموټولوژي ډيپارټمنټ مسول دی. نوموړي MBBS د نشتر پوهنتون ملتان پاکستان څخه په ۲۰۰۶ کې تکميل کړو، او په ۲۰۱۷ کې يې په هسټوپيتالوژي کې FCPS د پاکستان شوکت خانم او فاطمه ميموريل روغتونونو څخه په لوړه درجه تکميل کړ.ددې نه علاوه نوموړی د پاکستان په مختلفو شفاخانو کې د هيموټالوژي او هيسټو پيتالوژي عمومي مسول پاتې شوۍ دی. د يادولو وړ ده چې ډاکټر صيب مخکې د FMIC د پيتولوژي ډيپارټمنټ مسول ؤ او اوس د عامې روغتيا وزارت د مرکزي لابراتوارونو د هيسټو پيتالوژي څانګې مسول هم دى. ډاکټر حنفي په لاندي څانګو کې تخصص او مهارت لري:
Histopathology and Cytopathology
Bone Marrow Aspiration and Bone Marrow Trephine
FNACs (Lymph node, Thyroid, Breast Swelling etc)
Hematology: Peripheral Smear, Retic count.
نوموړی په خپل بخشونو کې ډيری پبليکيشنز هم لري او اوس هم په ډيرو څيړنو په هيومن لابراتوار کې بوخت دۍ.
ډاکټر احمد ناصر حنفي اوس په دې سختو شرايطو کې هيمومن لابراتوار ته د خپل هيواد والو خدمت ته راغلی تر څو د غريب اولس خدمت وکړي. دوۍ په هيومن لابراتوار کې د سرطان هر ډول ناروغيو تشخيص په ښه کيفيت او په ارزانه قيمت سره ترسره کوي. اوس ټول هيواد وال کولی شي چې د سرطان د تشخيص لپاره ناروغان هيومن لابراتوار ته راواستوي. ددوی څخه ډيره مننه چې اوس ۲۴ ساعته د خپل اولس په خدمت کې وی.

Photos from HML LAB Jalalabad's post 17/07/2021
23/04/2021

· د بايوټکنالوژي د تحقيق او څېړنې څانګې
بايوټکنالوژي يو ډير پراخ علم دی چې په اړه يې يو ډير جامع او مفصل بحث ا ته اړتیا ده. دلته ماد هغه ټولو څانګو باره کې مختصر معلومات وړاندې کړي کوم کې چې نن سبا تحقيق روان دی او يو څوک کولای شي چې په دې څانګو کې څيړنه وکړي.
Molecular Virology
په دې څانګه کې په ويروسونو تحقيق کيږي. ساینسپوهان په دې لټه کې دي تر څو ويروسونه مطالعه کړي چې څنګه ناروغي منځ ته راوړي او څنګه يې مخه ونيسو او کوم درمل یا واکسین ورته مناسب دي چې په اسانه د ناروغ تداوي اوشي. نن سبا شته وضعیت ته په کتو د کرونا، HIV HBV, HCV, Influenza, Ebola Virus, Dengue, او داسې نورو اړوند د تحقيق ډير تمرکز دی او خلک کوښښ کوي چې په همدې اړوند تخصص وکړي.
Cancer Biology
په دې څانګه کې ساينس پوهان په سرطاني حجرو او سرطاني ناروغیو تحقيق کوي چې څنګه حجره سرطاني کيږي او څنګه کولای شو چې د حجرو د سرطاني کيدو خاصيت په درملو له منځه يوسو تر څو د سرطان تداوي ممکنه شي. په دې برخه کې ډير پرمختګ شوی او تر يوه حده پورې بعضې د سرطان ډولونه که په وخت تشخيص شي تداوي يې ممکنه ده. د دې نه علاوه په دې څانګه کې د سرطان په تشخيص باندې هم ډير تحقيق روان دی تر څو په اسانه توګه او لږ وخت کې د سرطان تشخيص ممکن شي. نن سبا ساينس پوهان کوښښ کوي چې داسې لارې ولټوي چې موږ وکولای شو په يو ناروغ کې د سرطان وړاندوينه وکړو چې پر وخت يې مخه ونيول شي.
Plant Molecular Biology
په دې څانګه کې په تخمونو تحقيق کيږي تر څو مناسب فصلونه او حاصلات ولرو. په داسې مرکزونو کې په تخمونو کې د جين په کچه تغيرات راوستل کيږي او بيا يې په جوړ شويو شنو خونو یا Green House کې ساتي تر څو په کې د خوښې وړ تغيرات وليدل شي. دا تغيرات په بېلابېلو ډولونو کيدای شي لکه په لږ ځمکه ډير حاصل درلودل، د زيات پروټينونو او انرژي توليد، د ناروغیو او افتونو په مقابل کې مقاومفصلونه، د لوړې او ټيټې تودوخې مقاوم فصلونه او داسې نور. په لنډه توګه د کرهڼې مربوط ټول هغه تحقيق چې د نباتاتو د جينوم په کچه وي د دې څانګې اړوند دی.
Immunology
په ايمونولوژي کې د انسان په دفاعي سيسټم باندې تحقيق کيږي تر څو موږ د انسان دفاعي نظام په سمه توګه مطالعه کړو او وګورو چې څنګه د ميکروبونو په مقابل کې زموږ دفاعي نظام عمل کوي او څنګه کولای شو چې د انسان دفاعي نظام نور هم قوي کړو. د دې تحقيق يوه لويه ګټه دا ده چې موږ ته د انسان دفاعي سیسټم مکانيزم د ميکروبونو په مقابل کې په سمه توګه روښانه شي تر څو وکولای شو چې دا په لابراتوار کې د ناروغيو د تشخيص لپاره وکارول شي.
Forensic medicine
په عدلي طب کې هم د بایوټکنالوژي خپل رول دی، په ځانګړي ډول د جرمونو په څيړلو او تحقیقاتو کې له دې څانګې څخه ډېر کار اخیستل کېږي چې د جرم او مجرم اصلي جرړه معلومه شي. يوه بله اصطلاح چې ډيره مهمه ده په دې څانګه کې هغه DNA Finger printing ده چې په دې کې د جرم د ځای څخه بیولوژیکي نمونې ټوليږي او بيا يې د بايوټکنالوژي په لابراتوارونو کې DNA Sequencing کيږي تر څو د مشکوکو کسانو سره مقياسه شي او مشخص مجرم معلوم شي. د انسانانو په DNA خاص کوډونه وي چې د SNPs په نوم ياديږي يا د هر انسان د DNAيو ځانګړی ترتيب وي چې د جرمونو څيړلو کې ډير موثر ثابيتيږي. همدارنګه نورو قضيو کې هم ډير کومک کوي د مثال په ډول د نسب تشخیص، په ښځو باندې د جنسي تيري قضیې او داسې نور. په هر هيواد کې د عدلي طب لپاره ځانګړي لابراتوارونو او ادارې موجودې دي تر څو د دا ډول جرمونو په څيړلو کې ترې ګټه پورته شي.
Protein Engineering
دا د بايوټکنالوژي يوه بله څانګه ده څرنګه چې د نوم څخه روښانه ده چې مطلب يې د پروټينونو تغيرات دي يعني په دې کې په مختلفو پروټينونو کوم چې د انسان د ګټې لپاره استعماليږي، تحقيق کيږي او مناسب تغيرات په کې راوستل کيږي چې کيفيت یې نور هم لوړ شي او يا يې توليد نور هم زيات شي. په عمومي ډول په دې څانګه کې د ميکروبونو يا حيواناتو څخه استفاده کيږي او د جينونو په کچه داسې تغيرات راوستل کيږي تر څو په زيات مقدار او په لوړ کيفيت پروټين توليد شي. د دې پروټينونو په ډيرو مواردو کې ګټې دي لکه د درملو په تولید کې، صابون په تولید کې، رختونو فابريکو کې، کرهڼيزو حاصلاتو او داسې نور.
Fermentation Biotechnology
تخمیر یا Fermentation د میکروبونو په واسطه په لوړه کچه د کيمياوي موادو توليد ته ويل کېږي. د بايوټکنالوژي هغه څانګه په کوم کې چې Fermentation عمليه د ډول ډول مرکباتو يا کيمياوي موادو د توليد لپاره استعماليږي هغې ته Fermentation Biotechnology ويل کيږي. د بايوټکنالوژي دا څانګه په ډيرو توليداتو کې د صنعت او فابریکې په کچه رول لري لکه د درملو توليد، خوراکي توکو توليد، د انزایمونو توليد او داسې نور چې د انسان په ژوند کې ډيره مهمه ونډه لري.

23/04/2021

د ناروغیو په تشخیص کې د بایوټکنالوژي رول

د بايوټکنالوژي علم د ناروغیو تشخيص ته هغه ټيسټونه او معاینات ور اضافه کړي چې د هغه په مرسته موږ په اسانه توګه ناروغي تشخيص کولای شو او د نورو معایناتو په مقابل کې يې specificity تر 99 سلنه پورې ده. د دې معایناتو اجرا کولو څخه وروسته موږ تر نوي سلنه پورې د ناروغي او ناروغ دقيق تشخيص راپور ورکولای شو، د مثال په توګه نن سبا لاندې معاینات د دقيق تشخيص د پاره په ټوله نړۍ کې استعماليږي چې د بايوټکنالوژي علم په مرسته را منځ ته شوې دي:
 ELISA (Enzyme linked Immunosorbent Assay)
 PCR (Polymerase Chain Reaction)
 Western Blotting Technique
 Northern Blotting Technique
 FISH (Florescence Insitu Hybridization)
 FLISA (Florescence Immunosorbent Assay)
 DNA Micro Array Assay
 Electrophoresis
 Karyotyping
 Immuno-Histo Chemistry
 Chromatographic Techniques
 Immuno Florescence Technique

دا معاینات د کورونا، اچ آي وي (اېډز)، توبرکلوز، تور ژيړی، زيړ ژيړی، سرطان، ډينګي، او داسې نور ناروغيو د تشخيص لپاره استعماليږي.

23/04/2021

ډاکټر شاهدالله ځدران په هيومن لابراتوار کې د مايکروبيالوژي ډيپارټمنټ مسول او د بيوسيفټي او بيوسيکورټي افيسر دی. نوموړي مايکروبيولوژي کښې په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان پيښور پوهنتون څخه لسانس تکميل کړو او په ۲۰۱۸ کال کې يې ما سټري په هندوستان هيواد کې د جنوبي اسيا پوهنتون څخه په بايو ټکنالوژي کې تکميل کړه. ددې نه علاوه نوموړی د پاکستان په ليډي ريډنګ، شيرپاو او د حيات اباد ميډيکل کمپلکس کې د تشخيص په برخه کې کاري تجربه لري او په لاندي څانګو کې تخصص او مهارت لري:
Clinical Microbiology (Culture and Antimicrobial Sensitivity)
Molecular Pathology, PCR (Polymerase Chain Reaction)
Biochemistry, Serology, Microscopy and ELISA

د يادولو وړ ده چې ځدران صيب يو کال د هرات حوزوي ريفرنس لابراتوار مسول هم پاتې شوی، او د کورونا په شروع کې د پکتيا ريفرنس لابراتوار پي سي ار ډيپارټمنټ مسول ؤ.ددې نه علاوه يې د افغان جاپان روغتون کې د پي سي ار او د جين ايکسپرټ څانګې مسوليت هم درلود.

نوموړي لسانس کې په مختلفو بکترياو باندې څيړنې کړي او ماسټري کې يې د زيړي په برخه کې د هيپټايټس بي ويروس باندې څيړنه کړې چې په لنډ وخت کې به يې تحقيق پبلش شي او اوس هم د خپل ټيم سره په هيو من لابراتوارکې په ډيرو څيړنو بوخت دۍ.
اوس ټول هيواد وال کولی شي چې هر ډول کلچر،پي سي ار او د اليزا معيانات د تشخيص لپاره هيومن لابراتوار ته راواستوي.

23/04/2021

ډاکټر محمد خالد محمدي په هيومن طبي لابراتوار کې د General Technical Manager په توګه وټاکل شو. نوموړي بايوټکنالوژي کښې په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان پيښور پوهنتون څخه لسانس تکميل کړو او په ۲۰۲۰ کال کې يې ما سټري په هندوستان هيواد کې د جنوبي اسيا پوهنتون څخه بايوټکنالوژي کې په لوړو درجوسره تکميل کړ. نوموړی د تشخيص او تحقيق په برخه کې د پاکستان او هندوستان هيواد څخه کافي تجربه لري. محمدي صيب په لاندي څانګو کې تخصص او مهارت لري:
Molecular Virology
Clinical Microbiology (Culture and Antimicrobial Sensitivity)
Molecular Pathology, PCR (Polymerase Chain Reaction)
Biochemistry Hormones, Serology, Microscopy, ELISA and
Cell Culture Techniques
د يادولو وړ ده چې محمدي صيب د درې کلونو لپاره د کندهار حوزوي ريفرنس لابراتوار مسول هم پاتې شوی، او د کورونا په شروع کې د افغان جابان پي سي ار ډيپارټمنټ تخنيکي مسول ؤ او په فعالولو کې يې حياتي رول اداکړی.
نوموړي لسانس کې په مختلفو بکترياو باندې څيړنې کړي او ماسټري کې يې د ايډز په برخه کې د اچ ای وي ويروس په ليتنسي باندې څيړنه کړې چې په لنډ وخت کې به يې تحقيق پبلش شي او اوس هم د خپل ټيم سره په هيو من لابراتوارکې په ډيرو څيړنو بوخت دۍ.
اوس ټول هيواد وال کولی شي چې هر ډول کلچر،پي سي ار، هارمونونو او د اليزا معيانات د تشخيص لپاره هيومن لابراتوار ته راواستوي.

23/04/2021

په هيومن لابراتوار کې د کلچر او انټي بايوګرام لاندې معيانات تر سره کيږي. هيواد وال اوس کولی شي چې ۲۴ ساعته هيومن لابراتوار ته مراجعه اوکړي.

Body Fluids Culture and Sensitivity

 Cerebro spinal fluid Analysis (WBC Count, Glucose, Protein, Albumen, Pandy’s Test)
 Cerebro spinal fluid (CSF) Culture & Sensitivity
 Blood Culture & Sensitivity
 Urine Culture & Sensitivity
 Sterile body fluids (pericardial, synovial, intraocular fluid, peritoneal) Culture & Sensitivity
 Semen Analysis
 Semen Culture and Sensitivity
 Sputum Culture & Sensitivity
 Sputum Analysis for Nocordia
 Abscess Culture & Sensitivity
 Ascetic Fluid Culture & Sensitivity
 Urethral Swab Culture & Sensitivity

Swab Culture and Sensitivity

 Nasal swab Culture & Sensitivity
 Throat swab Culture & Sensitivity
 Eye (conjunctival) swab Culture & Sensitivity
 Ear swab Culture & Sensitivity
 Skin Swab Culture & Sensitivity
 High Vaginal swab Culture & Sensitivity
 Endocervical Swab
 High Vaginal Swab for routein examination
 Re**al Swab for Vibrio Cholerae
 Pus Culture and Sensitivity
 Pus (wound) swab Culture & Sensitivity
 Aspirates from abscesses or deep wound Culture & Sensitivity
 Tissue & Biopsy Culture & Sensitivity
 Catheter Culture & Sensitivity
Stool Culture and Analysis
 Stool Culture for Salmonella and Shagella Species
 Stool Routeine Examination
 Stool Culture & Sensitivity
 Stool FEME for ova and cyst (wet mount)
Mycobacteriology Tests
 Sputum for AFB detection
 Sterile body fluid (other than CSF, Bronchial Wash etc) for AFB detection
Mycology (Fungus Tests)
 Fungal Scraping Analysis for Nails, Skin and hair infections.
 Fungal Culture

Staining Tests

 Gram Staining
 Zein Nelson Staining/AFB Staining
 Malachite green for identification of Spore forming Bacteria

Water Culture

 Identification and estimation of total Coliform.
 Detection and estimation of water Coliforms.
 Detection of faecal Coliforms.
Surfaces and Equipment’s swab Culture

 Detection and identification of Nosocomial microbes in hospital environment, beds and surfaces.
 Detection and identification of Pathogenic Bacteria in restaurants, Hotels, Café environment, utensils and surfaces.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad
2600

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00