Hezb Ullah Abid
دا د مس عینک خصوصي ښوونځيو رسمي ګروپ دی.
02/09/2025
*رسول اللهﷺ فرمايلي دي:*
*جنت ته به هغه خلک زيات داخليږي، چې د اللهﷻ څخه ويرېدونکې او د ښو اخلاقو څښتنان وي.*
*رواهُ الترمذي:٢٠٠۴*
رسول الله(ﷺ) فرمایي..!
تر ټولو خلګو ډیر بخیل هغه دي،
چي پر سلام ویلو بخیل وی، او تر ټولو
خلګو کمزوري هغه دي چي د دعاء څخه
عاجز وی..!
(صحیح الجامع ١٥١٩)
❤️
ناپوه حاکم او بهلول
خلیفه هارون الرشید یو لوړ رتبه استازی یو ولایت ته ولیږه، د خلکو ستونزې معلومې او حل کوې.
حاکم وویل ای خلکو! شکر ګذاری وکړئ،چې هارون په شان عادل خلیفه لرئ او د عدالت ساری یې نه لیدل کیږي او ستاسو په خدمت کې دی، داسې ډیرې مدحیه خبرې یې د خلیفه په شان کې وکړې او خپل صفت یې هم وکړ.
کله جې ممبر نه ښکته شو، ناګهانه بهلول په ممبر ودرید او خلکو ته یې خبری شروع کړی ای خلکو هغه څه چې حاکم صیب وویل، ټول صحیح او رښتیا وایي، ځکه چې زه دغه حاکم ډیر ښه او په پوره مانا پیژنم ددی حاکم ډیر قدر او عزت وکړئ او هر څه چې وایې رښتیا وایي.
د بهلول خبری خلاصې شوې، د ممبر نه کوز شو او په خپل کار پسی روان شو په دغه وخت کې حاکم د بهلول پسی روان شو او د هغه نه یې و پوښتل: ای غریب سړیه! ته څوک یې چې ماسره دی دومره همدردی وکړه او زما صفت دی وکړ؟ بهلول وویل راز به زما او ستا تر منځ وي او چاته به یې نه وایې، تا د خلکو په سترګو کې خاوری واچولې او هغوی نه دی خره جوړ کړه او ما ستا په سترګو کې خاوری واچولی او ما تانه خر جوړ کړ.
عبد الله بن عدي وایي:
د رومیانو سره مو جګړه وه، دښمن را باندې را ټول شو، زمونږ د ختمولو په طمع وو، دولس زره رومي اس سپرو راباندې حمله وکړه، مونږ د دوی په منځ کې داسې وو لکه د تور اوښ په څرمن کې سپین ویښته، مونږ د دوی په مقابلې کې صبر وکړو او جنګ مو هم تر منځ روان و، تر دې چې لمر مو په سر ودرېدلو، د دښمن ښه طمع پیدا شو چې ختمېږو
په دې وخت کې ما شرحبیل بن حسنه رضي الله عنه ولیدلو چې اسمان ته یې لاسونه پورته کړي وو او ویل یې:
"یا حي یا قیوم، یا بدیع السموات والأرض، یا ذا الجلال والإكرام، اللهم انصرنا علی القوم الکافرین"
عبد الله بن عدي وایي:
زما دې د الله په ذات قسم وي چې شرحبیل لا خپلې خبرې او دعا نه وه ختمه کړې چې د العزیز الحکیم ذات له طرفه مرسته او نصرت راغلو
دښمن له مونږ څخه را چاپیر شو، مونږ ولیدل چې د حوران له طرفه یو ګرد را اوچت شو، کله چې ګرد مونږ ته رانږدې شو، اسونه ترې را ووتل، مونږ ته اسلامي او محمدي بیرغونه ښکاره شول، دوه اس سپاره مونږ ته تر ټولو مخکې را ورسېدل، یو چیغې وهلې او ویل یې:
ای شرحبیل بن حسنه!
"خوشحاله شه، زیری واخله، مرسته او نصرت د الله د دین دی، زه پیاوړی، شجاع، بهادر او عزتمند شهسوار یم، زه خالد بن ولید یم"
هغه دوهم چیغې وهلې او ویل یې:
زه عبد الرحمن بن أبي بکر الصدیق یم
اسلامي لښکرې له هرې خوا را ووتلې، د عقاب بیرغ را څرګند شو چې رافع بن عمیره الطائي اوچت کړی و او رپېدو
د خالد بن ولید رضي الله عنه د اواز اورېدلو سره د رومیانو اوازونه غلي شو او پښې یې وخویدلې.
رضي الله عن صحابة رسول الله ورضي الله عن خالد بن الولید.
له امام شافعي رحمه الله څخه پوښتنه وشوه:
د الله د وحدانیت دلیل څه شی دی؟ هغه و ویل: د توت پاڼه، هغوئ و ویل: دا څنګه؟
ویې ویل: د توت پاڼه چینجي یې خوري نرم وریښم ورنه راوزي، مچۍ یې خوري خوندور شهد ورنه راوځي، میږي خوري صافي شیدي ورنه راوځي، هوسۍ یې خوري پاک مشک ورنه راوځي، ماده یوه ده او صنعت مختلف دی، نو د دې جوړونکی څوک دی؟
عمري خلافت کې يوه شپه يوه انجلۍ يوازې روانه وه
حضرت عمر فاروق رض (په بدله بڼه کې) ورته وويل نه ويريږې چې يوازې روانه يې؟ انجلۍ ورته وويل يا خو به عمر رض وفات شوی وي، يا به ته خپله عمر فاروق يې.
ځکه چې د عمر رض په شتون کې هيڅوک دومره جرات نه شي کولی چې زما مخې ته ودريږي.
*د یوې څیړنې له مخې د مور غږ اوریدل خپګان او ذهني ستړیا له منځه وړي.*🫡❤️
مور یې مړه شوه!
د غسل ورکؤلو په وخت کې یې لور لاړه مالوچو پسې، چې پېدا یې کړي او د مور په غوږو کې یې کېږدي!
پۀ ناڅاپه بڼه یې لۀ خولې څخه دا چېغه ووته(مورې!!!مالوچ چېرته دي؟)
په کور کې لومړنی غږ په مور کيږي
ربه ته هیڅوک بی موره مکړی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
6th Zone
Jalalabad
