RTA Radio
News, political, social and sports radio.
10/07/2026
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د هند د کرنیزې پراختیا او کلیوالي پرمختیا ملي بانک له رییس ډاکټر شاجي کرېشنن وي، سره په کتنه کې د کرنې، کلیوالي پراختیا او د بنسټیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
همداراز مولوي عطاءالله عمري، د کرنې پراختیا او د کلیوالو سیمو د وضعیت ښه والي اهمیت ته په اشارې سره، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د کرنیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا او دوامدار پرمختګ په موخه د بریالیو تجربو پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی.
10/07/2026
د اسپانیا په سوېل، د المریا ولایت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له پراخېدو او د ګرمۍ سختې څپې له امله لږترلږه ۱۲ کسان مړه شوي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، اسپانیا په وروستیو کلونو کې د اوږدمهالو او سختو ګرمو څپو شاهده ده، چې د هوا تودوخه پکې له ۴۰ درجې سانتيګراد څخه هم لوړه شوې ده.
حاصلات خربوزه وتربوز در ولسوالی چخانسور ولایت نیمروز رضایت پالیزداران را به همراه داشته است.
د بغلان ولایت د چرمي څپلیو تولید کارخونې مسولین د خپلو تولیداتو او پلور له زیاتوالي خوښي څرګندوي او وایي، چې دا مهال په دغه کارخونه کې ۶۰ تنه په کار بوخت دي.
د کندوز ولايت د افغان پوسټ مسولين وايي، دغه اداره له هېواد سربېره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته غوره او پر وخت پوستي او غيرې پوستي خدمتونه وړاندې کوي.
د بلخ ولایت د برېښنا شرکت مسولین وایي، په دې ولایت کې د صنعتي فعالیتونو له پراخېدو سره هم مهاله د تولیدي کارخونو لپاره د دوامدارې برېښنا د برابرولو، د عوایدو د راټولولو او د برېښنا د ضایعاتو د کمولو هڅې هم چټکې شوې دي.
مسوولان اتحادیه فارمهای پرورش زنبور عسل در هرات میگویند که پیشبینی میشود امسال از یک هزار فارم در اين ولايت، ۲۵۰ تن عسل برداشت شود.
د غزني خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۵ کیلومتره سړک جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی.
راډيویي مجله؛
په یاده خپرونه کې فرهنګي خبرونه، راپورونه او مرکې ترڅنګ درته جالب معلومات چمتو شوي دي.
آیینه آدینه؛
برنامه تفریحي،کمیدی و اجتماعی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
