Zwak Radio Pashto
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zwak Radio Pashto, Health/Beauty, Khoat Afghanistan, London.
د افغانستان شمالي بلخ ولایت کې د طالبانو ادارې چارواکي وایي، دغه ولایت کې د پنجشنبې ورځې اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو درې سوه کورونه له ځانه سره وړي دي.
د بلخ له پاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري دویچه ویله ته وویل، دغه سېلابونه د یاد ولایت زارع ولسوالۍ کې راغلي، چې تر اوسه یې د انساني تلفاتو په اړه مالومات نه شته.
دی وايي:«تر درې سوو کورونه اوبو لاندې کړي. متاسفانه انساني تلفات لري؛ خو دا چې اوس هم هلته سېلابونه شته او ختم نه دي نو د تلفاتو مالومول یو څه وخت غواړي.»
محمد اصف وزیري وايي، د دوی د حکومت امنیتي ځواکونه او مرستندوی ډلګۍ زارع ولسوالۍ ته د مرستې له پاره رسېدلي دي.
نوموړی وایي، د دغو سېلابونو له امله د شاوخوا درې زره جریبه کرنیزې ځمکې د تخريب کيدو او زیانمنولو سربېره ګڼ شمېر څاروي هم مړه شوي دي.
دا سېلابونه داسې حال کې راوځي، چې همدا تېره ورځ د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په شلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوينه کړې ده.
24/03/2023
د افغانستان دفاع وزارت د «۲۰۵ البدر» قول اردو انجینیري ټېم لخوا د ۳۰۰ تخریب شوو نظامي وسایط د بیرته ترمیم خبر ورکړی دي.
د دغه وزارت لخوا نن جمعه رسنیو ته لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په یادو وسایطو کې ۱۵۰ انټرنیشنل کاماز موټر، ۱۲۵ هاموي ټانکونه، ۲ضربتي ټانکونه، ۴ اکمالاتي ټېلرونه، ۱۰ غټ او کوچني پورکلیف موټرونه او ۱۵ هاموي امبولانسونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت پخپل یو راپور کې ویلي و چې د شاوخوا اوو ملیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات چې متحده ایالاتو د افغانستان د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته برابر کړي و، د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پخپل ځای پاتې شوي او اوس د طالبانو لاسته ورغلي.
د امریکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې چې کانګرس ته یې استولی ویل شوي چې دغه وسایل په تیرو ۱۶ کالونو کې افغانستان ته لیږدول شوي او د افغانستان پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي و.
پدې راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۹۶ زرو نظامي موټرو څخه چې د افغانستان مخکنیو وسله والو ځواکونو ته ورکړل شوې وې، د ۱۲ زرو مرمۍ ضد هاموي موټرو په ګډون ۴۰ زره یې طالبانو ته په لاس ورغلي. د پنټاګان په راپور کې ویل شوي معلومه نده چې آیا ددې موټرو څخه کار اخیستل کیدی شي او که نه.
په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې دېرش زره څراغونه بل شول.
د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور لهمخې، دا لومړی ځل دی چې یوه اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت داسې ننداره ترسره کېږي.
د لندن ښاروال صادق خان چې خپله هم مسلمان دی، تېر ماښام د دغو څراغونو بټن کېکاږله.
دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان (Ramadan Lights UK) لهخوا رهبري شوی دی او لګښت یې له خلکو اخیستل شوی.
نن د مارچ ۲۳مه په اسلامي نړۍ کې د روژې لومړۍ ورځ ده.
متقي: د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره مو اړيکې رسمي بڼه لري
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سر پرست وزیر امیرخان متقي وایي، که یې حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی، خو د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې اړیکې اوس رسمي بڼه لري.
ښاغلي متقي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي راډیو ټلوېزیون سره په مرکه کې چې بېګاه خپره شوه وویل، د نړۍ د ډېرو هېوادونو سفارتونه په کابل کې خلاص دي او هم د دوی سفارتونه په همدې هېوادونو کې فعال دي، استازي او ډېپلوماتان ځي او راځي.
ښاغلي متقي په دې اړه چې ولې یې حکومت په څه باندې ۱۹ میاشتو کې د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی وویل: "تاسو پوهېږئ نړۍ هم اوس داسې ګرځېدلې لکه یو کور. نزاکتونه ډېر دي او له موږ سره افغانستان کې تېر شل کاله قریب پنځوس هېوادونه جنګېدلي دي. هغوی هم چې بېرته را مخته کېږي، په تدریج سره ممکن قدم را واخلي او نور هېوادونه به هم څه ملاحظات لري."
ښاغلي متقي په دې اړه چې د هېوادونو ملاحظات څه دي، نورې څرګندونې ونهکړې خو د طالبانو د سر پرست حکومت له جوړېدو راهیسې د ښځو او نجونو د کار او زدهکړې په شمول د دې هېواد د ټولو وګړو اساسي حقونو ته درناوی او د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدا د نړېوالې ټولنې له اساسي غوښتنو څخه دي.
د نړېوالو ډيپلوماتیکو اړیکو شنونکی عزیزالدین معارج وایي، د ښاغلي متقي دا خبره چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې اړیکې اوس رسمي بڼه لري، د حکومتونو په رسمیت پېژندلو او ورسره د ډيپلوماتیکو اړیکو د لرلو له نړېوالو منل شویو اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره اړخ نه لګوي.
هغه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "نړيوال په رسمیت پېژندل اول شرط دی. ورپسې خبره د ډيپلوماتیکي اړیکو ده چې هغه په کومه کچه جوړې شي. خو دا هم موږ نهشو ردولی ځکه په اوسني حالت کې چې موږ ګورو په نا اعلان شوي ډول هم طالبان نړيوال په رسمیت پېژني، نیمه استازولي لري، عملاً ډيپلوماتیکې چارې مخ ته وړل کېږي او د دوی استازي په ځینو هېوادو کې منل شوي او پخواني سفارتونه هم له دوی سره کار کوي. نو په ټوله کې موږ دا ویلای شو چې یو استثنایي حالت په نړيوالو حقوقو او ډيپلوماتیکو چارو کې موجود دی."
د طالبانو د بهرنیو چارو سر پرست وزیر امیرخان متقي په دې اړه چې تر اوسه په څومره هېوادونو کې سفارتونه دوی ته سپارل شوي هېوادونه په دوو برخو و وېشل او زیاته یې کړه، یو هغه سفارتونه دي چې دوی نوي ډيپلوماتان ورلېږلي او بل هغه سفارتونه دي چې پخواني ډيپلوماتان پهکې دي او له بهرنیو چارو وزرات سره یې اړیکې ټینګې کړي.
ښاغلي متقي ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیه، چین، ترکیه، سعودي عربستان، قطر او مالیزیا هغه هېوادونه یاد کړل چې دوی نوي ډيپلوماتان ورلېږلي او د چک جمهوریت، مصر او اندونیزیا په شمول یو شمېر نور هېوادونه یې دوهمه بڼه هېوادونه وبلل چې د پخواني حکومت ډيپلوماتان پهکې فعال دي او د ده په خبره د دوی اطاعت کوي.
ښاغلي متقي هیله وښوده چې دغه سلسله چې، د ده په خبره اوس روانه ده او په ډېرو هېوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ دوی ته سپارل کېږي، دا به له نړېوالو سره د دوی د حکومت ډېپلوماتیکې اړیکې نورمال حالت ته راولي.
خو د ملګروملتونو د چارواکو په شمول د نړۍ اکثره مشرانو د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو او نجونو اساسي حقونو ته درناوی د یوه اساسي شرط په توګه ایښی دی.
20/02/2023
تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړل شوه
د تورخم کمیسار مولوي محمدصدیق وایي چې یاده دروازه د هر ډول تګ راتګ، ترانزیټي او سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زیاتوي، پاکستاني اړخ پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی چې غبرګون کې یې یاده دروازه د ا،ا،ا مشرانو له هدایت سره سمه وتړل شوه.
هغه له هېوادوالو غوښتي چې تر بل امره دې تورخم ته نه ورځي.
23/12/2022
بشپړ راپور
د لوړو زده کړو وزیر پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندېز لاملونه په ډاګه کړل.
کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نیټه ۱۴۰۱): د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم وايي، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د اناثو د زده کړو په ډګر کې منکرات موجود و او له همدې یې پوهنتونونو کې د زده کړو د ځنډلو پرېکړه کړې ده.
ندیم دا څرګندونې د مرغومي په لومړۍ نېټه ماخوستن مهال ملي تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې او وې ویل چې تېر کال د نوي حکومت له راتګ څخه تر دې دمه یې پوهنتونونو کې د اصلاح لپاره صبر وکړ، خو دا چې دغه ستونزې حل نه شوې ؛ نو د نجونو پر تحصیل یې د بندېز پرېکړه یې وکړه.
هغه زیاته کړه، په پوهنتونونو کې د لیلیو او دغو لیلیو ته د نورو ولایتونو څخه د نجونو ورتګ کې هم ستونزې وې، ځکه پر لاره ورسره د سفر کولو پر مهال محرم کس نه و.
د لوړو زده کړو وزیر وایي، ښځینه محصلینو پوره حجاب عملي نه کړ او په هغه ډ،ل پوهنتونونو ته تللې، لکه واده ته چې ځي.
مولوي ندا محمد ندیم زیاته کړه چې دغه راز پوهنتونونو ته د هلکانو او نجونو ګډ تګ راتګ لا هم نه وو بند شوی.
دی وايي چې په پوهنتونونو کې د نصاب ستونزې هم وې چې ځیني یې د نجونې لپاره نه دي جوړې شوې، لکه د هندسې او زراعت څانګې زده کړې چې نجونې ورته اړتیا نه لري.
د نوموړي په وينا، نجونې کولی شي مدرسو ته ولاړې شي، تر اوسه د مدرسو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې، که هلته دغه ستونزې پیدا شي هغه به هم وتړل شي.
ده وویل، یادو ستونزو ته د بنسټیز حل په لټه کې دي او د حل لار ورته پیدا کوي.
د هغه په وینا، دوی له افغان ښځو او زده کړو سره ستونزه نه لري، او هر کله چې دغه ستونزې حل شي نو د پوهنتونونو دروازې به بېرته خلاصي کړي.
شیخ ندیم پر نړۍوالو غږ وکړ چې د دوی په داخلي چارو کې دې کار نه لري، دوی د خپلو خلکو لپاره قربانۍ ورکړې دي او د ولس ملاتړ ورسره دی.
ځواک راډیو
17/12/2022
ننګرهار کې د مالټو قراردادیان خپلو حاصلاتو ته د نړيوال بازار غوښتنه کوي
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د مالټو د فارمونو یو شمېر قراردادیان او کارکوونکي وايي، د موسمي بدلون له امله د تېر کال په پرتله د مالټو حاصلات کم شوي دي، خو که نړيوال مارکېټ ورته پيدا شي نو د مالټو له درکه به د دوی عوايد ډېر شي.
بلخوا د کرنې د ځايي رياست مسؤلين وايي، که څه هم د تېر کال په پرتله سږ د مالټو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی دی، خو دا حاصلات دومره نه دي چې بهرنيو هېوادو ته دې صادر شي.
انځورونه: ځواک راډیو
17/12/2022
په خوست ولایت کې ددولتي او خصوصي ښوونځیو فارغان وايي چې دنورو کالونو په نسبت سګنۍ کال مو ډېر په خواښۍ دفراغت مراسم ترسره کوو، دوی وايي چې خوښ او خوشاله په دې یو چې هیواد کې امن شتون لري نور جنګ پای ته رسیدلی ،دوی نهدي زړه توري شوي او د یو ښه راتلونکي په امید يې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی دی.
03/12/2022
خوست کې د ازادۍ او اشنا راډیو پر نشراتو د بندیز هرکلی وشو .
د افغانستان د هواپېژندنې اداره د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې او د سېلابونو اټکل کوي.
افغانستان په دې وروستیو کې د سختو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو شاهد و چې خلکو ته یې ډېر ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khoat Afghanistan
London
KHOSTAFGHANISTAN
