Noormajan Abed

Noormajan Abed

Share

Follow me

22/11/2024

د سوداګرۍ وزارت:
افغانستان سږ کال (جنورۍ ته تر اکتوبر) لسو میاشتو کې ترکیې سره د ۹۴ میلیونه ډالرو صادرات او واردات لرل.
افغانستان وچه مېوه ورلېږلې، ترکیې نه بخارۍ او قالینې راغلي.

22/11/2024

د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د دغې غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي ټکنالوژیو د مرکز او شبکې، د زرغون اقلیم صندوق، د نړۍوالو چاپېریالي اسانتیاو صندوق، د بریټانیا بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا وزارت له مسوولینو او بنګلدېش او قطر له پلاویو سره کتلي دي.

Abed:

21/11/2024

د خېبر پښتونخوا کورمه کې ولسونو پر امنيتي سرتېرو تور لګولی چې د عملیاتو پرمهال د عادي خلکو کورونه په نښه کوي. دغه لاريون کې چې د کورمې له چپري تر بګن پورې شوی، ګڼو ځايي خلکو ګډون کړی و او غوښتل يې پوځيان د کليو او اباديو له منځه خپلې پوستې وباسي. دوی وايي، کله هم چې پر پوځيانو وسله وال بريد وشي نو ځواب کې یې بيا د عادي وګړو پر کورونو او مېنو ډزې کوي او درنه وسله کاروي چې له امله يې ځاني او مالي تاوان هم اوړي. د لاريون ځينو ګډونالو خبرې:

20/11/2024

Afghanistan's U19 national cricket team defeated Pakistan by 13 runs.

The second match of Afghanistan and Pakistan national cricket teams today Wednesday, 30 Scorpio, was hosted by United Arab Emirates. At the end Pakistan team won the match by 13 runs.

In this match Pakistan team won the toss and decided to bat first. This team at 49ers. 4 overs set a target of 245 runs for Afghanistan.

Afghanistan's under 19 national cricket team in 46. On 2nd overs, by losing all his wickets, he scored 231 runs and was defeated by Pakistan by 13 runs.

In this match, Azir Khan scored 70 runs, Faisal Shinozadeh and famous Nasir Khan both scored 47 runs, Barakat Ibrahim Zai scored 19 runs, Izatullah Barkzai scored 15 runs and the rest of Afghanistan players were dismissed in U10 runs.

Afghanistan's under 19 national cricket team has achieved two victories by a big run difference in its previous two matches against Pakistan and UAE and Afghanistan's chances of going to the finals of this three-way tournament is very high.

Afghanistan's next match will be played against the United Arab Emirates on the 4th of the match, and in case of victory or even defeat, Afghanistan and Pakistan will compete in the final of this cup. The final match will be held on the 6th of March in United Arab Emirates.

The aim of launching this three-sided tournament of cricket under 19 is the preparation of these three teams for the Asia U19 Cup, which will start from the date of the ninth bracket with the participation of eight top Asian teams in the United Arab Emirates. Afghanistan team will be one of the teams claiming to win the championship.

Abed

کرېکټ: د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې افغانستان ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه - BBC News پښتو 20/11/2024

افغان تنکیو ځوانانو د پاکستان له ۱۹ کلونو څخه د کم عمره لوبډلې د ۲۴۵ منډو هدف تر لاسه نه شو کړی او له دې سره یې نن د ۱۳ منډو په توپیر ماته وخوړه.
د لوبې بشپړ حال په دې رپوټ کې:

کرېکټ: د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې افغانستان ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه - BBC News پښتو د افغانستان د ۱۹ کلنو او د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو تر منځ يو ورځنۍ سيالي په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي. د نننۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته يې د ت....

20/11/2024

د نوولس کلنو ځوانانو تکړه توپوهونکي عزیرالله نیازي د سیالې پاکستان لوبډلې پر وړاندې پنځوسیزه وکړه او لا هم توپوهنې ته دوام ورکوي.

افغان نوولس کلنې لوبډلې تر اوسه د دوو ویکټو په تاوان په ۱۷ اورونو کې ۱۰۶ منډې ترلاسه کړې او غوره توپوهنه یې دوام لري.

افغان ځوانان، د افغانستان راتلونکی
-----
عزیرالله نیازی بازیکن موفق تیم زیر سن نزده سالان کشور مقابل تیم پاکستان ۵۰ دوش کسب نموده، هنوز هم به بازی خود ادامه میدهد.

تیم نزده سالان کشور تاکنون در ۱۷ آور با از دست دادن دو ویکت، ۱۰۶ دوش انجام داده و به توپزنی سریع و بهتر ادامه میدهد.

نزده سالان، آینده افغانستان
-----
Afghanistan U19 Opener batter Uzairullah Niazai scores brilliant 50* and continues his fantastic innings.
Afghanistan are 106/2 after 17 overs.

|

20/11/2024

د نننۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته يې د توپ اچولو بلنه ورکړه، ورپسې افغانستان له ټاکلو پنځوسو اورونو مخکې ټول پاکستاني لوبغاړي له ۲۴۴ منډې جوړولو وروسته اوټ کړل.
له دې مخکې د درې اړخیزه سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې پاکستانۍ هغې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.
ستاسې په اند نننۍ لوبه څوک ګټي؟

20/11/2024

د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د جګړې پای ته رسول اوسمهال ممکن شوي دي.

اموس هوخشتاین چې پرون بیروت ته ورسېد، له چارواکو سره د سولې د هغه پلان په اړه خبرې وکړې چې لبنان ترډېره تایید کړی دی.

هوخشتاین د لبنان د پارلمان له رییس نبیه بیري سره چې د حزب‌الله په استازولۍ یې په خبرو کې ګډون کړی و، هم وکتل.

له دې کتنې وروسته هوخشتاین وویل چې د جګړې د ختمولو لپاره یو رښتینی فرصت رامنځته شوی دی.

متحدوایالاتو او فرانسې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د اوربند د ټینګولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

حزب‌الله چې د لبنان جنوبي سیمې اداره کوي د دې ترڅنګ چې سیاسي ګوند دی پوځي څانګه هم لري.

متحدایالات حزب‌الله تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله او اسراییل جګړه څه باندې یو کال مخکې وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ او په ځواب کې یې د اسراییل پوځ د غزې په تړانګه کې پوځي عملیات پیل کړل او حزب‌الله دحماس په ملاتړ پر اسراییلو د توغندیو ویشتل پیل کړل.

20/11/2024

که په ژوند کې بې انګیزې یاست، که مایوسه یاست، که اینده لپاره پلان جوړول درته بې مانا ښکاري، که په مسلک او دندې کې مو ورو پرمختګ کوی، که د پرمختګ چانس کم په لاس درځي، که فکر کوی چارې مو ښې نه دي او نه ښه کېږي، که انګیری چې اینده مو ډېره روښانه نه ښکاري… نو دې تصویر ته لږ ښه په ځیر وګورئ، دې تصویر کې لوی درس پروت دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه ستوري رحمان الله ګربز او مجیب الرحمن ځدراڼ؛ دا د ۲۰۱۶ کال تصویر دی. په شاوخوا اتو کالونو کې دغو دوو ځوانانو د خوست د کرکټ د خړو میدانونو څخه د نړۍ د کرکټ سترو میدانونو ته ځانونه ورسول، نړۍ ته یې د خپل وطن او ولس یو مثبت او متفاوت تصویر وړاندې کړ او موږ او تاسو ته یې د ژوند، هیلې او ښې راتلونکې انګیزه راوبخښله.

د ګربز او مجیب همدغه اته کلن سفر موږ ته دا رازده کوي چې په ژوند کې د اینده لپاره پلان لرل او پلان جوړول، مسلک ته ژمنتیا، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کول، په ځان باور او اعتماد لرل، ژوند کې مایوسیت ته ډېر ځای نه ورکول، تاویلې او ما ویلې پسې ډېر نه ګرځېدل، د کوچنیو او لویو چانسونو څخه ښه استفاده کول، په خپل مسلک کې ځان غرق کول، خپل استعداد مو لا غوړول، قوي نقاط مو نور هم قوي کول، کمزورتیاوې مو کمول او ورک کول، مثبت فکر کول او خپل هېواد، ولس او مسلک سره مینه لرل انسان د ژوند هر پوړ ته خېژولای او هر ارمان ته رسولای شي.

همدا نن پاڅېږئ، په خپل رب توکل وکړئ، په ځان او خپل استعداد باور وکړئ، اینده ته مو پلان جوړ کړئ، موخو ته مو د رسېدو لپاره لستوڼي بډووهئ او په بسم الله حرکت وکړئ. که په دې لار کې سل ځلې هم غورځېږئ، بېرته پاڅېږئ او سفر مو روان وساتئ. باور ولرئ چې یوه ورځ به خپل هدف ته رسېږی. د ژوند دویم نوم هیله دی او قوي هوډ هدف ته د رسېدو اساس دی.

یو لوی افغانستان مننه.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in London?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul Afghanistan
London
2501