MaHer-ماهر
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from MaHer-ماهر, Health/Beauty, londan, London.
02/04/2026
د دم ګرو او تعویذګرو دوکه
روژه کې د خپلې مور سره یو تعویذګر ته لاړم. خپله کیسه مې ورته وکړه: د نامزادۍ مې دوه نیم کاله کېږي، خو هر ځل یو نه یو بهانه پیدا شي، کار وروسته شي او واده ته هېڅ زمینه نه برابرېږي.
هغه سړي زما مور ته وویل:ستاسې د لور په وجود کې وږې ښاپېرۍ ناستې دي، او دا هندوانې ښاپېرۍ دي. تر څو چې دا ښاپېرۍ له منځه لاړې نه شي، واده یې نه کېږي.
ما ترې وپوښتل: دا ښاپېرۍ په څه شي له منځه ځي؟
وې ویل: هر څه چې وي، باید د دې ښاپېریو د ختمولو لپاره خپل بدن یو بېګانه سړي ته لوڅ کړې، ترڅو دښاپیریولوږه ختمه شې خو داسې سړی چې له ښاپېریو ونه وېرېږي!
ما ورته وویل: مولاصیب! زما په ټول خاندان کې به داسې یو هلک هم پیدا نه شي چې له ښاپېریو ونه وېرېږي!
سمدستي یې وویل: که تاسې مشکل نلری زه حاضر یم!
ما ورته وویل:تر اوسه دې دڅو ښاپېریو لوږه ختمه کړې ده؟
زما مور ته یې وویل: ستا لور ډېره بېادبه ده!
نور نو چې څه په خوله راتلل، ورته مې وویل.په پای کې یې راته اخطار راکړ: داسې تعویذ درباندې کوم چې درې ورځو کې به دې د دماغو رګونه بند شي او مړه به شې!
الحمدلله، اوس له یوې میاشتې ډېر وخت تېر شوی، لا هم روغه رمټه ګرځم 😄
له هغه ځایه چې راوګرځېدو، د ارزان قیمت د امربالمعروف یوکس(چې اوس مې فرینډ لېست کې هم شته او دا لیکنه به هم ویني) سره مې خبره شریکه کړه.
هغه سمدستي اقدام وکړ، په درېیمه ورځ یې ځان سره بوتلو، او اوس به ورسره قانوني چلند کېږي، څو لږ تر لږه د انسان بچی ترې جوړ شي.
زما د دې خبرو مقصد دا دی: دم ګرو او تعویذګرو ته خپلې ښځې او لوڼې مه پرېږدئ. دوی په داسې چل او فریب خلک بې لارې کوي چې ساده او کمعقله کسان یې اصلاً نه شي پېژندلی.
د ملا او پېر نوم لري، خو کارونه یې اکثر د حرامیانو وي.
مور ته مې چې کومه ښځه ووایې ستا په لور خامخا چا تعویذ کړی ورسره یې مني او بیا ماته خپه وي دې تعویذګر ته هم مور په زوره بېولې یم
█▓▒𝙁░𝙊░𝙇░𝙇░𝙊░𝙒▒▓█
┊┊┊▕▔╲▂▂▂╱▔▏
╭━━╮╭┈╮ ╭┈╮╭━━╮
╰╰╰┃▏╭╮ ╭╮▕┃╯╯╯
┈┃ ┃▏┈┈▅┈┈▕┃ ┃
┈┃ ┃▏┈╰┻╯┈▕┃ ┃
┈┃ ╰█▓▒░𝙈░𝙀░▒▓█
03/02/2026
゚viralシ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
Londan
London
SW1A1AA
