ZK Production
ناول
شين سترګي انجلۍ
نهمه برخه⑨
د تیري برخی ورستي لفظونه
پوښتنه مې وکړه وهابه ماما چیرته دي
وهاب وویل بازار ته تللي دي لږ وروسته به راشي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مونږ په هم دې خبرو بخت وو
چې ماما مې د کور په دراوزه راننوته
ماما مې چې زه ولیدم
ډیر په مینه او محبت یې راسره ستړي مشي وکړل
ما تري پوښتنه وکړه ماماجانه چیري تللي وي
ماما مې راته وویل احمد ستا د سرو زرو لپاره بازار ته تللي وم
او زرګر ته مې د شپږ تولو سرو زرو فرمایش ورکړ
زه ډیر خوشحاله شوم
وخت د مازدیګر څلور بجې وي
د ماما زامنو سره په چکر د کور نه راوتم
او بازار ته لاړو
په بازار کې یې راباندې رقم رقم خوراکونه وخوړل
د پانچاب انجونو ډیري توري وي
ما ډیري انجوني لیدلي وي
خو دوې رقم توري او بدرنګې نه وي
په بازار کې ډیر زیات وګرځیدو
زه ډیر ستړې وم
وهاب ته مې وویل راځه چې کور ته لاړ شو
وهاب زما خبر ومنله او کور ته راوان شوو
په لار روان و چې
ډیر ښکلي باران شورو شوه
د پاکستان حکومت ډیري ښایسته منظري جوړي کړي وي
چار چاپیره دونو او جاګو منظرو په منځ کې راوان و د باران وریدل هم یو جلا خوند درلوده
دڅه مزل وروسته کور ته وارسیدو
د ماښام اذان وشوه لمونځ مې ادا کړ
د لمانځه وروسته مې د ماما ښځۍ ډوډۍ تیاره کړه
درسترخان یې خپور کړ
د خد نه، زیات مصرف یې راته کړي و
ډوډۍ مې ډیره په شوق وخوړه
درسترخان نه پاڅیدم
د ډوډۍ خوړو وروسته مې ماما څنګ کې کیناستم
او راته یې وویل احمد د وطن کیسي راته وکړه
ما ورته خپله د کوژدي کیسه وکړه
ماما مې وویل اخ چې زه هم ستا په کوژده کې وي
خو ځه إن شاء الله واده کې دې یم لخیره
زما ډیره تادې وه چي اوس سره زر جوړ شي لخیره او کورته لاړ شم
د ماما زامنو مې د میلمنو لپاره ځنګړي ځاي جوړ کړي وه
زه یې هغې کوټي ته بو تلم
وهاب چې زما همزولي وه د به هر رقم خبر ما سره کوله د نور کوچنیان وه
وهاب راته په نرمو شونډو وویل
احمد زه غواړم چې ستا واده ته درشم
خیر زما پلار ته وایې چې وهاب دې هم له ما سره لاړشي
ما ورته وویل سمداه إن شاء الله ته به هم له ما سره یو ځاي لاړ شي
وهاب ډیر خوشحاله شو
زه ډیر ستړي شوي وم سترګې مې پټي پټي کیدي
د وهاب راباندي پام شوه وهاب راته
وویل احمد خوب درځي
ما ورته وویل هو
وهاب په خپل لاس کټ راته
جوړ کړ او راته یې وویل احمد دې کټ کې ویده شه
ناول
شين سترګي انجلۍ
اتمه برخه⑧
د اوومي برخي ورستي لفظونه
مور مې هم خبره کړه مور مې راته وویل
زويه الله دي خپله دنده کې کامیاب لره
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند وه د خوشحالیو او خوښیو څخه ډک تیریدا
موږ ټول ډیر خوشحاله و
د کوژدې مې له میاشت نه وه تیره شوي
چې پلار مې راته وویل احمد ستا واده باید په دې یوه میاشت کې وشې
ځکه مور دې هم مریضه ده هسي نه خداي مه کړه
سبا ستا دواده په ارمان مړه شې
مور مې د زړه ناروغي درلوده دوه دوري یې تیري کړي وي
وروستي دوره یې پاتې وه
ډاکترانو ویل دا به ډیره خوشحاله ساتي
ما ورته وویل پلارجانه زما خو خوښه ده
خو د شازیه دوي کورنې به دا چیرته ومني
پلار مې وویل کل محمد ډیر ښه سړي دي
د سهار لس بجې وي
چې پلار مې د ګل محمد دوي کور ته لاړو
تر څو ما او د شازیه واده جوړښت وکړي
پلار مې ورته وویل ګل محمده د احمد مور د زړه ناروغي لري دايې مشر زوي دي
پریږده چې د خپل زوي دواده خوشحالي په خپلو سترګو وویني
ګل محمد ډیر په اصولو برابر سړي وه
او زما پلار ته یې وویل ستا نه خو ما واده کول مني کړي نه دي
ته چې هر وخت وغواړي واده کولي شي
پلار مې ډیر په خوشحالي کور ته راننوته
او په مسکي شونډو یې
وویل احمده ګل محمد راسره ومنله او راته یې وویل هر وخت چې وغواړي ته واده کولي شي
په همدې مشوره بوخت وو
ګل محمد د شازیه د واده لپاره مونږ باندی لس لکه افعانۍ او شپږ تولي سره زر ټاکلي وه
د پلار سره مې ټولي دولس لکه افعانۍ وي
پلار مې ویلي لس لکه افعانۍ به د شازیه پلار ته ورکړم
او په دوه لکه افعانۍ به د واده مراسم ونیسو
خو د سرو زرو پيسې به د کوم ځايه کوو
پلار مې هم په سوچ او فکر کې وه
ما هم د خیال په ټال کې زنګل
په کور کې خاموشې پښي غزولي وي
د تقدیر پریکړه وه
چې په دې وخت کې مې موبایل وشرنګیده
موبایل مې د جیب څخه راوخیست ګورم د پاکستان هیواد څخه مې ماما زنګ وهلي وو
سلام ماما څنګه یې
وعلیکم سلام ته خپله څنګه یې کور کې مو کراري ده
ماما راته وویل
احمده په کوژده کې خو دي زه نه وم نو
لخیره په واده کې دي هر ډول کومک کولي شم
پلار مې راته اشاره وکړه چې دسرروزرو ورته ووایې
ماما ته مې داسې وویل ماماجانه ته باید له مونږ سره
د شپږ تولو سروزرو کومک وکړي ځکه اوس زموږ لاس ډیر تنګ دي
ماما مې په خندا راته وویل
احمد بلکل د کومک کولاي شم دا راته ووایه چې
واده دې
ناول
شين سترګي انجلۍ
اوومه⁷برخهﹾ
د شپږمی برخي ورستي لفظونه
زه د کور نه بهر راوتم
تر څو د کلۍ ملګري مې یونس او سادت خبر کړم چې سبا زما کوژده ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځکه زما ملګري ډیر وو خو دا مې د زړه ملګري و
د کلۍ ګرچاپیره وګرزیدم
خو پیدا مې نه کړل
موبایل کې مې چارچ هم نه وچې زنګ ورته وکړم
دځان سره مې وویل راځه څه ته ولاړ یې کور ته ورپسي ورشه
د یونس دوي کور ته ورغلم
دروازه مې ورته وټکولو د څه ځنډ وروسته یې کوچني ورور دروازه خلاصه کړه
پوښتنه مې ترې وکړه یونس چیرته دي
وویل یونس ډوډۍ خوري
ما ورته وویل کله چې یونس ډوډۍ وخوړه بیا ورته ووایه چې احد دروازه کې ولاړ دي
کوچني ورور یې همداسي وکړل
زه یو شیبه د دروازه سره ولاړ وم
چې یونس غټ غټ ګامونه راخیستل او دراوزي ته راغي
راته یې وویل احمده راځه حجري ته ډوډۍ به وخورو
ما ورته وویل ما ډیره ډوډۍ خوړلي ده
یونس مې د کور څحه راون کړ
او ورته مې وویل
یونسه سبا زما کوژده ده
یونس ډیر خوشحاله شو او راته یې وویل
مبارک دي شه سادت دي خبر کړي دي
دا مهال سادت هم زمونږ خواته راروان و
نه نمي دي خبر کړي هغه دي راغې اوس به یې خبر کو
سادت زمونږ ترڅنګ راغي او ستړي مشي مو ورسره وکړل
سادت ته مې هم وویل سبا زما کوژده ده
سادت هم ډیر خوشحاله شو
او مبارکې یې راکړه
یونس وویل راځه په لاره کې څله ودریګو زمونږ حجري ته به لاړ شوو
دري واړه ه ملګري یو ځاي شوو او د یونس دوي حجری ته لاړ و
په یو کټ کې زه کیناستم او په بل کټ کې سادت کیناست
یونس کور ته ننوته ترڅو چاي راوړي
یو شیبه وروسته یې چاي راوړو
سادت زما څخه پوښتنه وکړه احمده ته دې د میني کیسه وکړه
ما ورته خپله د مینې کیسه سر تر پايه وکړه
دواړو ډیر هیران شول
او ویې ویل افرین احمده ستارکم جانو دي الله هر چاته ورکړي
یو شیبه مو ټوکې ټکالي وکړي
د زړه بړاس مو ویستا
وخت د مازدیګر پنځه بجې وي
ما وغوښتل چې کور ته لاړ شم
د ملګرو سره مې په همدې ساعت خداي پاماني وکړه
او ورته ومې ویل لخیره سبا به سره ووینو
د یونس او سادت په اجازه مې
دکور په لور حرکت وکړ
د څه مزل وروسته کور ته راورسیدم
ومې لیدل چې په کور کې د خلکو ګڼه کوڼه ډیره زیاته ده
زما پلار د ډیر لاري ځاي څخه خپل خپلوان را غوښتي و
ما هم په خپل وار سره ټولو راغلو میلمنو سره ستړي مشي وکړل
او ماته هر یو میلمه مبارکې راکول
ناول
شين سترګي انجلۍ
شپږمه برخه⑥
د پنځمي برخي ورستي لفظونه
وخت د ډوډۍ وه ما غوښتل چې په یو هوټل کې ډوډۍ وخورو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خو لطیف وویل راځه ډوډۍ خپل کور کې خورو
ما په بیړه کې یو دوه وچې ډوډۍ راوخیستي
د لطیف راباندي پام شوو او
ویې ویل راځه هغه هوټل ته لاړ شو
دمارکو زړه هډه کې یو کوچني هوټل و
د هوټل په دروازه کې یو جینۍ ناسته وه په لاس کې یې دوه قلمونه نیولي و او جینۍ وویل دوه په لس
د جنیۍ سترګي تکي شني او سري شونډي
زه څنګ ته ورغلم او زړه مې ډیر درد وکړ ومې ویل دا باید په کور کې ناسته وي
ما دا غوښتل چي یو قلم واخلم
خو دی جنیۍ له خاطر مې دواړه قلمونه واخیستل
هوټل ته ننوتو لاسونه مو پري مینځل
لطیف په یو چوکې کیناست او زه په بله چوکې
ډوډۍ یې راوړه
زه ډیر وږي شوي وم
خو د جنیۍ په لیدو مې زړه ته یوه مړي هم نه کیده
د یو پنځه مړیو نه وروسته د ډوډۍ نه پاڅیدم
لطیف ډیر وویل وخوره وخوره
خو زما زړه بند شوي
د هوټل نه د وتلو په حالت کې
مې ولیده چې د هوټل شاګرد هم په جنیۍ سترګي وربرګي کړي ورته یې وویل پاڅه د لاري په منځ کې ناسته یې
خو لطیف ډیر په بیړه و
او یوه ټیکسي یې ودروله
موټر ته وختو
او دا شعر مې زمزمه کړ
تاسو ته وایمه ملګرو چې بار بار مــــــــــو ویل
هغه شعار درته په یاد دي چې تکـرار مو ویل؟
د غره لمن خړه کیږدۍ دې وي خو امـن دې وي
تاسو ویل وچه ډودۍ دې وي خو امــن دې وي
وطن مو چاته پریښود وځئ او روپۍ غواړي
دا دی راغلى امــــــن نه غواړئ ډوډۍ غواړي
زما زړه په دې جنیۍ ډیر خفه شوو
د ځان سره مې په ټوله لار ویل
د ملا په حکومت کې زمونږ
نجوني د مکتب او پوهنتون څخه بندي شوي
زه په هم دې سوچ کې وم چې لطیف موټر وان ته وویل استاد یوي غاړي ته ودریګه
د موټر نه ښکته شوو
موټر وان ته مو کرایه ورکړه
لطیف وویل
احمده ته دواسکټ اوچپلکي واخله خپل کور ته لاړ شه او زه به خپل کور ته لاړ شم
سمده خداي پاماني مې ورسره وکړه
کور ته په ننوتو مې سترګي په مور ولاګیدي
چې د انګړ په منځ کې ولاړه و
زه یې چې ولیدم ډیره خوشحاله شوه
او وویل احمده څنګه د ځنډ وکړ
ما ورته د بازار ټوله کیسه وکړه
پلار مې هم دا کیسه واوریده
او ویې ویل په بازار کې خو دا کیسي شته
وخت د مازدیګر څلور بجي وي
د لمانځه د ادا کولو لپاره مسجد ته لاړم
جمعه ودریده ملا امام وویل سپونه برابر کړي
ناول
شين سترګي انجلۍ
پنځمه برخه⑤
څلوورمی برخی ورستي لفظونه
شازیه
وویل جانه د لارې سر دي هسې نه چې څوک مو وګوري زه درنه لارم خداي پاماني مو سره وکړه زه یو شیبه په خپل ځاي ولاړ وم
ــــــــــــــــــــــــ
او د خوشحالي احساس مې وکړ
ورځ د جمعي وه
زه کور ته ننوتم
د مور تر څنګ کیناستم
او د میني کیسي مې ورته شورو کړي
څوک راته په لاره کې ازغې کري چې مه راځه
څوک مې قدمو نه لټــــوي چې چیرته تللي دي
ځکه ما غوښتل چې مور خبره کړم
خو هیڅ چل نه راته
داسي چل نه راتلو چې زه مور ته ووایم چې زه د شازیه سر مینه لرم او زما او د شازیه کوژده راوکړي
سوچ مې وکړ چې راځه نن د کاکا دوي کور ته په چکر لاړ شه
د کاکا زامنو سره به کرکټ هم وکړي
او د کاکا ښځه به هم خبره کړم چې زه د شازیه سره مینه لرم
دا راته یوه ښه لار ښکاره شوه
د مور په اجازه د کاکا دوي کور ته راون شوم
په سرک ولاړ وم د موټر هیڅ درک نه وو
یوه شیبه وروسته یو ریکشا راته ودریدله
او وروختم
د ریکشا ډریور نسوار په شونډه کې یښي و
او دا سندره یې لګولي وه
غم دي د لالي په سر مسته دي تازه ګرزي
سره لاسونه سري شونډي هر وخت صافیده ګرزي
او ډیر په سفیټ کې روان و
خو زه هم عیشق لیوني کړي وم کیسه کې یې نه وم
د کاکا دوي کور ته راورسیدم
د ریکشا څخه ښکته شوم
زما د کاکا لس زامن وو
زه به چې ورغلم ماته به ډیر خوشحاله کیدل
ټولو سره مې ستړمشي وکړل
د کاکا ښځۍ راته چاي راوړو
پوښتني راڅخه کولي
مور دي څنګه وه کوچني ورور د څنګه دي
ما ورته وویل ټول ښه و ته څنکه یې
د کاکا زامن مې ډیر شوخ او وارن و
د کاکا مشر زویه مې لطیف نومیده
ده خپله د میني کیسه شورو کړه
زه ورته په خندا شوم
دې نه مخکې لطیف په ما باندي پو شوي و
چې احمد د شازیه سره مینه لري
لطیف د ټولو په مخ کې دا خبره راته وکړه
احمد څنګه ده جانو دي
زه خاموش وم
لطیف بیا وویل احمد لکه چې اوس هم خپلې مینې ته نه یې رسیدلي
ما غوښتل چې دا ماشومان د کوټي څخه بهر شي
او زه هم خپله کیسه وکړم
ځکه زما مقصد هم دا و چې د کاکا دوي کور خبر کړم کار کیږي لخیره
په دې وخت کې لطیف په ماشومانو سترګي وربرګې کړي او ماشومان ټول د کوټي څخه بهر شول
ما په وچو او سپیرو شونډو
خپله د میني کیسه داسې شورو کړه
مقصد خبر دا ده چې زه او شازیه به إن شاء الله
په لږ وخت کې سره نکاح وکړو
د کاکا ښځه او زامن مې ډیر خوشحاله شول
#راتلونک
او د دې کاغذ په اخیر کې د شازیه نمبر هم لیکل شوي و
زه ډیر خوشحاله شوم
او د خوشحاله نه مې ورورته زر افعانۍ ورکړي
په کټ کې ناست وم د باران څاڅکي راباندي ډیر ښه لګیدل
او دځان سره مې دا سندره زمزمه کوله
ستا په مینه مې زړه ښه دي نور جهان مې په کارنه دي
ستا د زړه په وسیله د ملنګ مینه شو ښکاره
لمر د لوړو غرو پر سر دي جانانه راشه مازدیګر دي
په دې وخت کې مې
مور جانه هم د کاکا د کوره راغله
د مور لاس مې ښکل کړ
پښتنه مې تیري وکړه
د کاکا کره خیرت و څوک خو مریض نه و
نه زویه ټول شکر ښه و
کوچني خور مې چای راوړو
د مور سره مې یو ځای چاي وڅښلو
د کور نه بهر راوتم
د چمن لوري ته لاړم د پسرلي هوا ډیره ښایسته وه
د ونو د پاڼو شرار او د بل بلانو اواز ونو
یو جلا خوند درلوده
غوښتل مې
چې شازیه ته زنګ ووهم
جیب ته مې لاس کړ چي موبایل را وباسم او شازیه ته زنګ ووهم
ګورم چې موبایل مې په جیب کې نشته
سوچ مې وکړ چې دا موبایل څه شو
شیبه ورسته مې فکر ته راغلل چې موبایل رانه کور کې پاتي شوي دي
په منډه منډه کورته راغلم
موبایل مې راوخیست
پوره لس زنګونه مې پلار وهلي و
دوه ورځي مخکي زما پلار پاکستان ته تللي و
زر مې د پلار نمبر ډایل کړ
پلار مې په غوسه وویل
احمده زنګ درزي او موبایل ته ځواب نه ورکوي
زما په خوله کې لاړۍ وچي شوي وي
او ومې وویل
پلار جانه موبایل مې چارج ته ایښي و
زه د پلار نازوالي زوي وم
پلار مې راته ن
ناول
شين سترګي انجلۍ
څلورمه برخه(4)
د دریمی برخی ورستي لفظونه
زه په ډیره غوسه د خپل د خوب ځاي نه پورته شوم
او ومې ویل افف خدایه دا څنګه خوب و
ــــــــــــــــــــــــــــ
د سهار لمونځ مې ادا کړ
مور راته چای راوړو
چای مې وڅښلي
وخت د مکتب و خپل بیک مې شاته واچولو
دروازي او لاري په منځ کې د شازیه لپاره کیناستم
شیبه وروسته مې ولیده چې شازیه د کوڅه په سر کې
راښکاره شوه ما یې د پښو یو یو قدم شمارا
زما تر څنګ راورسیده
او شني سترګي یې راواړ ولي او مسکۍ شوه
نور یې هیڅ و نه ویل
تر هغې ما په شازیه په سي کتل چې تر څو په کوڅه کې پنه شوي نه وه
نن ورځ زه خوشحاله وم
او په خوشحالي مکتب ته لاړم
د صنف په دروازه چې ننوتم
سلام مې وکړ او د ټولګي ملګرو سره مې ستړمشي وکړل
په خپله چوکي د شادب او خالد سره کیناستم
شادب وویل احمده نن ډیر خوشحاله یې
ما وخندل او مې وویل هو نن خوشحاله یم
ځکه چې سباته د جمعي ورځ ده
او مونږ د کرکټ لوبه لرو هغه ته خوشحاله یم
ما تر واسه د شازیه په مینه هیڅ څوک نه و خبر کړي
د مکتب ساعتونه پای ته راسدالي و
مونږ کورته د تلو په حالت کې و
د ملګرو سره یو ځای د مکتب څخه را راون شوم
د ملکرو سره مې د لارې په پاي کې خدای پاماني وکړه
ما د ځان سره سوچ وکړ
چې رازه نن هوټل کې ډوډي وخوره
زنیت هوټل مې انتخاب کړ
هوټل ته لاړم په هوټل کې زما کاکا سرور هم ناست و
زه په بیړه د هوټل څخه بهر شوم
شینواري هوټل ته لاړم
هوټل واله وویل
چرګ شته پالو شته ـ ـ ـ ما ورته د چرګ فرمایش ورکړ
ډوډي مې ښه په خوند وخوړه
د هوټل نه بهر راوتم
د باران څاڅکي شورو و
ساعت ته مې وکتل دوه بجې وي
په بیړه د کور په لور راون شوم
او د ځان سره مې وویل
چې اوس خو به مور ښه راته په غوسه وي
کور په دروازه داخیل شوم
مور مې کور کې نه وه
پښتنه مې وکړه
مور چیري تللي ده
ورورمې راته په ځواب کې وویل
مور د کاکا دوي کورته تللي
زه یو شیبه خاموش ناست وم
چې وړوکې ورور مې راته وویل
لالا خبر یې
نه څه خبره ده
ته وګوره دا کاغذ راته یو انجلۍ راکړ
په کاغذ کې لیکل شوي وو
زه تا سره مینه لرم
ته زما ځیګر یې
او ته ما ځان ته وغواړه
او د دې کاغذ په اخیر کې د شازیه نمبر هم لیکل شوي و
زه ډیر خوشحاله شوم
او د خوشحاله نه مې ورورته زر افعانۍ ورکړي
په کټ کې ناست وم د باران څاڅکي راباندي ډیر ښه لګیدل
او دځان سره مې دا سندره زمزمه ناو
تصویران اخیستل مونږ هم د کمرمینانو
خوا ته ورغلو او رقم رقم تصویران مو واخیستل
وړاندی کوونکي زرين خان
ناول
شین سترګی انجلۍ
دریمه:برخه (3 برخه)
دوهمی برخی ورستي لفظونه
:د ډوډۍ،وخت وو ډوډۍ مې وخوړه
د ماسپښن د لمانځه د ادا کولو لپاره مسجدته لاړم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لمونځ مې ادا کړ
دمسجد نه بهر زما دکلي ملګري ولاړ و
او زما په انتظار و
زه د ملګرو څنګ ته وراغلم
سلام مې وچاوه
زما ملګري چې یو سادت او بل یونس دواړه
زما د ښي او بدي ورځي ملګري و
راته یې وویل
احمده د مرزامحمد زوی جاوید راته یو ګیله کړي
زه ډیر ورختاه شوم
زر راته وایې څه ګیله یې کړي درته
یونس په خوله یوه یوه خبره داسي راوته لکه د وصلي ډز
ساحل راته وویل
ستاسو ملګري احمد چي د لاري پر سر یې کور دي
تیره ورځ یې زما خورته یو قلم ورکړي و
او هغه یې ډیره په تکلیپ کړي وه
د دې خبري په اوریدو سره سم مې
سترګی د اوښکو ډکي شوي
او هیڅ مې د خبرو کولو توان نه درلود
سادت راته وویل احمده ته باید داسي کار بیا ونه کړي
ما په زړه کې وویل
سادته ته څه خبر يې چي زه د شازیه سره څومره مینه لرم
خو په هرحال د ملګرتیا وصول مې مراعت کړل
او ورته مې ویل
سمده إن شاء الله بیا به داسي کار نه کوم
ملګري مې د ځان سره راون کړ
خپلي حجرې ته مې راوستا
زه کورته لاړام چې چاي راوړم
مور مې په لاس کې
د ګیلاسونو ډک پتنوس راکړ
او حجرې ته مې راوړو د ملګرو سره
مې چای وڅکلو
یو څو شیبې مو په خنداه او خوشحالي تیري کړي
یونس چې زه ډیر ورباندي ګران وم
راته یې وویل احمده زه پوهیږم
چې ته د مرزامحمد د لور شازیه سره مینه لري
خو ته یو کار وکړه د مرزامحمد کور ته
د خپلي کورني ،مشران ورولیږه
ترڅو د شازیه لپاره ته کوژده وغواړي
په د خبر مې زړه خوشحاله شو
او په خندا مې وویل سمده یونس او سادات
هم په خپل منځ کې مسکې شول
د حجري نه بهر راوتو
په اسمان د تورو وریځو ټغر خپور و د باران څاڅکي
شورو شول وخت د مازدیګر څلور بجي وي
مونږ به هر مازدیګر باغ ته په چکر تلو
د باغ په لاور روان شو
د باران څاڅکي راباندې ډیر ښه لګیدل
او خولي ته مې دا ټپه راغله
د يو تللي کس چيره يي راپه زړه کړه
باران بیا داسي وريږي لکه زهر
باغ ته ورسیدو ما د ځان سره وویل
کاش چې په دې وخت کې مې په زړه د شازیه غم نه وي دا چکر به ډیر خوند کړي وو
په باغ کې خلکو رقم رقم لوبې کولي
چا مطالعه کوله او چا د ملګرو سره
تصویران اخیستل مونږ هم د کمرمینانو
خوا ته ورغلو او رقم رقم تصویرا
خفه یې
نه یم خفه لږ مریض یم
د ملګرو سره مې د لاري په پاي کې مخه ښه وکړه
زه تر کوره په تندکونو راورسیدم
کورته په رارسیدو سره سم مور راته غږ وکړ
احمده زویه پخیر راغلي د مکتب څخه
ما ورته وویل هم مورجاني شکر راغلم
د ډوډي وخت وو ډوډي مې وخوړه
د ماسپښن د لمانځه د ادا کولو لپاره مسجد ته لاړم……
ــــــــــ
راتلونکې برخه یې سبا درسره شریک کوم
لایک کمنټ کوی
وړاندی کوونکې زرين خان
ناول:شین سترګی انجلۍ
دلومړی برخی ورستي لفظونه:
او هره خبر به یې زما منله
په دې ورځ زه ډیر غوسه او خفه وم
ځکه شازیه د قلم په نه اخیستو
دوهمه برخه(2)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او ځان سره مې وویل
هر څوک
د سلو ڪسانو سره خاندي
مګر د زړه آرام یې د یوه انسان سره وي
ملګرو راته وویل
احمده ولې خفه یې
ما هیڅ د خبرو کولو توان نه درلود
یوازی مې د زړه د سلګو ننداره کوله
او تر سترګو مې اوښکي تویېدې
شادب به زما نه د پښتنه ډیره کوله
احمده ولي خفه یې زمونږ نه خو د زړه بد نه دي
یو شیبه خاموش وم
په وچو شونډو مې وویل
نه شادبه الله دي نه کړي
چې ستاسو نه دي زه خفه شم
شادب چي زمونږ د صنف اول نمبره هم و
ساعت اخیري و
د پښتو استاد خان آغا نومیده
په دې وخت کې هغه راغي
ولاړ سي ټول شاګردان په خپلو ځاینو ودریدل
استاذ په لوړ اواز وویل
مننه شاګردانو کیني
ټول شاګردان په خپلو ځاینو کیناستل
د پښتو ساعت ته به زه ډیر خوشخاله وم
ځکه په دې ساعت کې به مونږ یو یو شعر ویلو
استاد خان آغا شورو زما نه وکړه
احمده جګ شه او یو ښایسته شعر وایي
ما په ډک زړه د شعر پیل داسي وکړ
هـــغــه کلـــی هـــغـه ښــار او مـاذدیګر
نــوي هیــلي روڼ ســهار او مــاذدیــګـر
دوئ یـــو بل ته بیخې نه دي سره ورته
زما غـــوښـتنه ستـا دیـــدار او ماذدیـګر
دغه دری شیان په میــنه کې په کار دي
صــداقت خــلوص اظــهار او مـــاذدیـګر
چي نه ته راځي نه ما غواړي چي درشم
ځـــوروي مــې دغــــه کار او مـــاذدیـګــر
په مجموع کې بیخي ښه لګي پـر هــر چا
د تلاش غـــزل چــینـــار او مــــاذدیــــګـر
ټولو ملګرو راته چک چکې وکړي
او زما په زړه هم لګه ړنا راغله
دخوشحالي احساس مې وکړ
د خان آغا استاد ساعت راباندي
ډیر لنډ او خوشحاله تیر شو
روصختي ته پنځه دقیقي وخت پاتي و
ټولو شاګردانو خپل بیکونه تر شا وچاول
شیبه ورسته
د استاد په اجازه د صنف نه د وتلو په حال کې شو
مونږ درې ملګرو په یو بل باندي لاسونه وچواله
او په لار سره راون و
زه په سوچ کې ډوب وم
چي خالد راته وویل احمده لکه چي مین شوي یې
ما په غوسه ورته وویل
نه وروره
خالد وویل نو بیا ولې خفه یې
نه یم خفه لږ مریض یم
د ملګرو سره مې د لاري په پاي کې مخه ښه وکړه
زه تر کوره په تندکونو راورسیدم
کورته په رارسیدو سره سم مور راته غږ وکړ
احمده زویه پخیر راغلي د مکتب څخه
ما و
ناول
شین سترګې انجلۍ
برخه لومړی (برخه)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه په لسم ټولګي کې وم
چي د شازیه په نوم یوه انجلۍ باندي مین شوم
په لار به چي روان هم وم د شازیه سوچ به مې کولو
د شپي به تر ډیره په سوچ او فکر کې ډوب وم
سهار به اته بجې مکتب ته تلم
زمونږ کور د لاري په سر وو
شازیه به زمونږ د کور په لار مکتب ته تله
زه به د کور د دروازي سره ناست وم
د مکتب به ورستې کس زه وم
چي په اته نیمي بجي به وراغلم
د مکتب مدیر به راته هر ورځ په غوسه وه
ځکه شازیه به په اته نیمي بجي مکتب ته تله
چي شازیه به مکتب ته روانه وه نو زما دیدن به ورسره وشو
خو د ډیره کبره او غورور سره به په لار تله
تر یو کاله پوري
زه به په دې لار د شازیه لپاره ناست وم
خو شازیه په دی خبره نه وه
چي په ما باندي احمد مین دي
ما غوښتل چي څنګه یې خبره کړم
چي احمد ستا سره څومره مینه لري
ډیر وخت وروسته مې فکر وکړو
ماته یو ملګري د امریکا نه قلم ډالي کړی وه
ډیر ښایسته او په شوق جوړ شوی قلم وه
یو ورځ مې د کور یو کوچني ماشوم ته قلم ورکړه
اوورته مې وویل په دې لاره کینه
هغه جیني په دې لاره ځې او دغه قلم ورته ورکړه
ماشوم ډیر شوخ وو راته یې وویل څو روپي به ماته راکړي
ما ورته وویل څو چي ته غواړی
ماشوم خوشحاله شوو
او وویل سمده
زه د یو دیوال شاته پټ شوم
شازیه د ماشوم څنګ ته راورسیده
ماشوم په نرمو شونډو ورته وویل
ترور دا قلم یو هلک راته راکړي
چې دا جیني ته ورکړه
شازیه چي ډیره په غوسه وه
او په ماشوم یې سترګی ورواړولي
ورته وویل چي بیرته دا قلم هغه هلک ته ورکړه
او شازیه روانه شوه
ګورم چي د ماشوم په لاس کې قلم وه
ولي چي شازیه قلم نه واخیستي
ماشوم وویل
جینی ویل چي بیرته دا هغه هلک ته ورکړه
دماشوم دې خبري اوریدو مې زړه ډیر خفه کړ
او د افف غږ مې وکړ
زه هم مکتب ته روان شوم
په سوچ او فکر کې ډوب مې ځان تر مکتب پوری ورسوه
دصنف په دروازه چي ننوتم د استاذ په اجازه په خپله چوکي ،کې کیناستم
ملګرو به مې ښایسته ټوکي ټکالي کولي
خوزه به د خپلي میني غم وړي وم
او د خیال په ټال کي به مې زنګله
زما د څنګ خواږه ملګري چي یو شادب او بل خالد نومیده
ډیر په اخلاقو برابر وو
او هره خبر به یې زما منله
په دې ورځ زه ډیر غوسه او خفه وم
ځکه شازیه د قلم په نه اخیستو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Address
Peshawar
